د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي چې دپاکستان د ولسي حکومت په راتلونکي اندېښمن دی

روهي (پنځنۍ/ ۱۳د تلې)، د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر خواجه آصف امريکا ته تللی او هلته يې د ا مريکا د بهرنيو چارو وزیر رېکس ټيلرسن سره، د سيمې او پاکستان په کورني حالت خبرې وکړې.
خواجه آصف سره تر لېدنۍ ورسته رېکس ټيلرسن رسنيو ته وويل، " د امريکا نوي سټراټېژي د ټولې سيمې لپاره ده، خو په سيمه کې د سولې او امن لپاره د پاکستان رول مهم او اړين دی."
رېکس ټيلرسن د پاکستان په اړه اندېښنه وښوده، وويل "امريکا د پاکستان د ولسي حکومت د راتلونکي په اړه په تشويش کې ده. امريکا په پاکستان کې د قوي او سوله ييز حکومت ملاتړ کوي، په دفاعي، بهرنيو، استخبارتي، اقتصادي او د سوداګرۍ په چارو کې له پاکستان سره يوځاي کار کول غواړو."
اوس وخت کې پاکستان له سختو نړيوالو فشارونو سره مخ دی، ترڅو په پټه او ښکاره توګه د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي.
د پاکستان دننه، د ولسي او پوځي مشرانو ترمنځ لرې والي او د خراب وضيعت يو لامل دا ادعاء ده چې، پاکستان د ولسي حکومت پرځای بهرنۍ، دفاعي او استخبارتي چارې د فوځ په لاس کې ورکړي دي.
په واشنګتن کې د پاکستان سفارت په يوې خبر پاڼه کې ويلي چې، "د دواړو هېوادونو د بهر نيو چارو د وزيرانو په ناسته کې پاکستان امريکا ته باور ورکړ، چې پاکستان د ترهګرو پر وړاندې جدي مبارزه کوي او د تروريستانو ترمنځ ورته هېڅ ډول توپير شتون نه لري."
ټاکل شوي ده چې خواجه آصف به نن د امريکا قامي سلامتۍ له سلاکار ميک ماسټر سره هم لېده کاته وکړي.