د بښنې نړیوال سازمان له اروپایی هیوادونو څخه د افغان کډوالو اېستل غندلي

د بښنې نړیوال سازمان له اروپایی هېوادونو څخه افغانستان ته، د نږدې لسو زره کډوالو پر ستنولو اندېښنه ښودلې.
د افغانستان لپاره د دې سازمان څېړونکې اغلې حوریه مصدق ویلي، چې د افغانستان وضعیت د دغو کډوالو لپاره مساعد نه ‌دی.
دغه سازمان وایی چې دغو حکومتونو د هغو زرګونو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی، چې بېرته‌ یې افغانستان ته لېږی.
په راپور کې ښول شوي، چې په افغانستان کې د وهلوـ ډبولو، وژنې، یرغمل کېدو او نورو بشری ضد جرمونو امکانات شته.
دا په داسې حال کې ده، چې یاد نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې د اروپايي ټولنې پر حکومتونو انتقاد کړی دی.