ټرمپ راتلونکې اوونۍ د ایران په اړه وینا لري

ویل شوي، چې د امریکا ولسمشر ښايي د ايران په اړه خپله پاليسي په راتلونکي اونۍ کړې وړاندې کړي.
ځينو امریکایي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط تیره ورځ ويلي چې سپينې ماڼۍ د وينا ورځ په واشنګټن کې د اکتوبر په دوولسمه ټاکلې ده.
ټرمپ د اکتوبر تر پنځلسمې وخت لري چې د امریکا کانګرس ته خبر ورکړي چې ایا ايران اوس هم د اټمي موافقې سره سم چلند کوي او ايا دا موافقه د امريکا ګټې په نظر کې نيسي که نه.
د امریکا د یوه قانون له مخې، دا بنديزونه د ۱۲۰ ورځو لپاره ځنډېدای شي.