د سندريز پروګرام په جوړونکو نيوکه

عزتمندو لوستونکو :د ۱۳۸۸ لمريزکال د حوت د مياشتې په ۲۹ نېټه چې د ۲۰۱۰ کال د مارچ د مياشتې د ۲۰ نېټې سره يي سمون درلود د متحده ايالاتو ورجينيا په ليسبورګ ښار کې د نوي کال په وياړ يو سندريز پروګرام جوړ شوى و، چې مشرى يې د رحيم بارک په نوم د ورجينيا اوسيدونکي افغان کوله ،چې له بده مرغه يې په افغانانو د خوشالۍ په ځاي ملنډې ووهلې.لمړى دا چې په ټيکيټونو کې د پروګرام پيل د غرمي د ۱۲ بجو څخه ترشپي ۸ بجو پورې ښودل شوي و،خو پروګرام د ډير انتظار ،او ګرمي وروسته د ورځي په ۳:۳۰ بجې په داسې حالت کې پيل شو چې تر ځنډه پورې سندرې او موسيقي په لاسپيکرونو کې نه جوړيده.د جرمني څخه راغوښتل شوي هنر مند خو دا ګېله هم وکړه چې په ده باندې يې د سندرو ويلو په ځاي پريکټس وکړ .بل دا چې په پلورل شويو ټيکيټونو کې د پښتو نامتو سندرغاړې ښاپيری نغمه جانې نوم هم ځليده ،چې په همدي وجه ګڼ شمير پښتانه هم دورجينيا د مختلفو ښارونو څخه پروګرام ته ځانونه رارسولي وو ،تر څو د نغمه جانې په ښکلي،اواز د خپلو زړونو تنده ماته کړي ،خو په ډيره خواشينۍ سره بايد ووايم چې د محفل څخه ټول افغانان مات زړونه خپلو کورونو ته ستانه شول ځکه چې د نورو هنرمندانو او ټوکمار وروسته چې په پاړسي ژبه يې سندرې او خبرې کولې بايد نغمې جانې تر ۸ بجو پوري سندرې ويلې وای، خو مخفل په ۶:۳۰ بجې د نغمې جانې د سندرو زمزمه کولو په وخت د پروګرام د جوړونکو لخوا په ټپه ودرول شو.بله نيوکه دا وه چې د پروګرام جوړونکو په وطنوالو باندې ډیر ټيکټونه پلورلي وو چې له عمله يې يو شمير هيواد وال د ځای د نه شتوالي له کبله د پروګرام د ليدلو څخه بې برخې پاتې شول.،همدا رنګه پروګرام ته يو شمير مشرا ن هم راغلې وو،خو د پروګرام جوړونکو ۴-۳ مخکينې قطارونه د ريښتينې مشرانو،عالمانو او پيژندل شوي څيرو په ځای په خپلو خپلوانو باندې ډک کړي وو،بل دا چې په ځړول شوې لوحه کې د نوي کال مباره کۍ پيغام په دري او انګريزي ژبو ليکل شوي وو ، خو پښتو ژبې ته يې ځاى پکې نه وو پيدا کړى چې دا هم د ځان او پښتنو لپاره سپکاوى بولم .په پای کې ما او زما سره راسره دوست د يو شميرمشرانو سره خدای پامانې وکړه او په ماتو زړونو د خپلو کورونو په لور ور روان شوه.
په درناوي لټون
\"\"
\"\"
\"\"