روهي (پنځنۍ/ ۱۳ د تلې)، د لومړي ځل لپار د سعودي عربستان پاچا سلمان تېره ورځ مسکو ته ورسېد. د مسکو په ونوکوف هوايي ډګر کې، د روسې لومړي وزير مرستیال دمتنری روګوزین د نوموړي ښه راغلاست وکړ.
روسيه او سعودي عربستان په نړۍ کې دنفتو دوه لوی صادرکوونکي هېوادونه دي. پاچا سلمان به د روسي له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د نفتو په نړيوالې بيې خبرې وکړي او همدارنګه، د سورې او ايران په اړه به د دواوړ خواو د اختلاف د کموالو په اړه بحث وشي.
د راپورونو پربنسټ په دې لېدنه کې به، د طبیعي ګاز د پروژو او د پترولو د کیمیاوي بوټو د پانګونې په برخه کې، د ښاغلي سلمان او ولادیمیر پوتین ترمنځ تړونونه لاسلیک شي. د انرژۍ د پروژو په برخه کې به د دواړو لورو له خوا کابو د يو ميليارد ډالرو په ارزښت پانګونه ترسره شي.
د رياض او مسکو ترمنځ دغه ناسته تر ډېره په نفتو او د سوريې په موضاعاتو تمرکز کوي.
وروستي