
داعش ډلې نن ورځ دغه وېډیو په خپل رسمي وېب سايټ خپره کړي او له ټولنېزو رسنيو سره يې هم شريکه کړيده. داعش ادعاء کوي چې ياد کسان په ملت روسان دي خو مسکو دا خبره رد کړي ده. نېول شوي کسان په وېډيو کې په نژادي ډول اروپايان مالوميږي، ټپيان او په خاورو ککړ ښکاري. په وېډيو کې يو کس چې اروپايانو ته ورته ږيره لري او په لاسونو کې زولنې هم دي، د ځان په اړه وايي چې، مونږ د سوريې په لوديځ ښار کې ونېول شوو. نوموړي په روسي ژبه خبرې کوي او په عربي يې ژباړه لېکل کيږي.
ياد اسير وايي، ”زما نوم زولولوټ رومن دی، په کال ۱۹۷۹ کې په رستاو اوبلاسټ کې زېږېدلی يم. زه په (شولا) سيمه کې بندي شوم.“
ږيره لروونکی کس د خپل ملکري په اړه اعتراف کوي، " زما ملګری (تاسرکنف ګرګوري) نوميږي، په کال ۱۹۷۸ کې د مسکو په دوموديدوفو کې زېږېدلی دی."
ادعا کيږي چې ر وسيه او ايران د سوريي پوځ او متحدينو سره يوځای د داعش پر وړاندې متحد دي.