په میرویس خان هوتک فلم جوړیږي

په افغانستان کې د فلم جوړونې یو شرکت غواړي چې د دغه هېواد په یو پخواني ملي اتل میرویس خان هوتک باندې مستند فلم جوړ کړي.
د فلم جوړونکي شرکت شوب ویلي، چې ټول فلم به په افغانستان کې ثبتیږي او لوبغاړي به یې هم افغانان وي.
د فلم ډاریکټر حسن امین شوب امریکا غږ ته وویل چې د علومو اکا‌‌‌‌‌‌ډمۍ د تاریخي پيښو په څيړنه او تایید کې مرسته کوي، کیسه په خپله فلم جوړوونکي لیکي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له تاید وروسته به عملي شي.
ښاغلي شوب زیاته کړې، چې په فلم باندې څه باندې ۶۰۰زره ډالره لګښت راځي چې دا مهال یې شاوخوا ۴۰فیصده برابره شوې ده.