
ليک : ډاکتر حميد الجميلي
ژباړه: حماد
نن ورځ نړیوال اقتصاد له یو لړ داسې ستونزو سره مخ دی ، چې رېښې یې دهمدې اقتصاد په نړیوالو مؤسسو او نظام کې له ورایه لیدل کیږي او دا بیا په خپل وار د نړیوال اقتصاد امنیت ته زیان ورپېښولای شي او نړیوال اقتصاد دترهګرۍ هر ډول بیا ګواښي نن ورځ نړیوال اقتصاد مخ پر ځوړه دی ، دبیکارۍ کچه ورځ تربلې زیاتیږي ، دمخ پروده هېوادونو مالي سرچینې په وچیدودي ، له اټکله پورته بیوزلي ، دونډو کاواکي ، دبنسټیزو توکو دبیو راپریوتل ، داقتصادي نړیوالتوب دبدو اړخونو پراختیا او ددې ترڅنګ دهمدې نړیوالتوب ناانساني چلند دنړیوالې اقتصادي ترهګرۍ نوې ډولونه دي ، چې دنړیوالې پانګواکۍ مرکزونه یې دبشریت پر ضد پلي کوي .
دنړیوالې اقتصادي ترهګرۍ پېښې مخ په ډیریدو دي او دا شکونه ورسره راپورته کیږي ، چې ایا پرمختللي هېوادونه او نړیوالې اقتصادي مؤسسې به دا وړتیا ولري ، چې داوس او ګاندې ترمنځ یو انډول رامنځته او دنړیوال اقتصادي نظام لپاره یو خوندي چاپیریال برابر کاندي او له نیاوه ( عدل ) ډکې ادارې اطلاق پرې وشي . اوس داسې انګیرل کیږي ، چې نړیوال اقتصادي چاپیریال مخ پر ځوړه دی . پردې سربېره دنړیوالتوب او اقتصادي کړکیچ له کبله راتلونکی نسل اندېښمن دی ځکه ، چې دوی ته له زیان او تاوان پرته بل څه په میراث نه پاتې کیږي ښه بېلګه يې هغه څه دي ، چې په سویل ختیځه اسیا کې پېښ شول او په لاتیني امریکا کې پېښیږي .
مالي نړیوالتوب ، دالکتروني توکمو پر وسیله له یوه بازار څخه بل ته دبهرنۍ پانګې لېږد او پردغو پانګو دحکومتي څارنې دنظام ړنګیدل، دنړیوالې اقتصادي ترهګرۍ له سرچینو څخه یوه هغه ده ، چې نړیوال اقتصاد ته ډېرې ستونزې او ګواښونه راپنځولی شي .
همدارنګه دونډو په ګټه کې پرله پسې بدلون دنړیوالې اقتصادي ترهګرۍ یوه بله سرچینه ده ، ځکه دغه وڼدې په دې وروستیو کې د ډيرو درغلیو ښکار شوي دي او یو شمېر هېوادونه یې اغیزمن کړي دي، په ځانګړې توګه مخ پروده هغه .
دنړیوالتوب په سیوري کې داقتصادي ترهګرۍ دډولونو بڼې هم ډېرې شوې دي، دبېلګې په توګه دنړیوالو اقتصادي اړیکو په برخه کې دغې ترهګرۍ دهغو اقتصادي وسیلو بڼه راخپله کړې ، چې ځان په زوره تپي او مقابل لوری زیانمنوي . دیوې اړخیزې اقتصادي پریکړې واک یې بله بڼه ده ، همدارنګه دنړیوال وجهي صندوق ، نړیوال بانک کنترول او د ( اقتصادي پروګرامونو سمونه او کره کول ) تر سرلیک لاندې دنړیوالې اقتصادي ترهګرۍ ډول دی . ددې ترڅنګ دستونزو نړیوال کول او دالکترونیکي توکمو پر وسیله یې داغیز خپرول هم دنړیوالې اقتصادي ترهګرۍ یوه بڼه ده ، د دولتي څار سیستم ړنګول او د دولتي اقتصاد د واک راکمول او نړیوالو ټولنواو پرمختللو پانګواکو مرکزونو ته دهمدې اقتصادي واک لیږد داقتصادي ترهګرۍ بله بڼه ده .
دنړېوال اقتصادي سازمان له لارې نړیوالې سوداګرۍ او دنوي نړیوال اقتصادي نظام کنترول او دځواکمنو اقتصادي خواوو لخوا د ګڼ ملتیزو شرکتونو مهارول دنړیوالې اقتصادي ترهګرۍ بڼه ده. پردې سربېره د پانګواکۍ مرکزونو لخوا په نړیواله کچه دصادرونکې او واردونکې بهرنۍ بېسارې پانګې رالاندې کول هم دنړېوالې اقتصادي ترهګرۍ بله بېلګه ده .
دنړیوالې اقتصادي ترهګرۍ ځینې بېلګې په دې توګه دي :
دنړیوالو پانګواکو مرکزونو لخوا د خپلمنځې اقتصادي همکارۍ د اصل کمزوري کول او په نړیوالو اقتصادي اړیکو کې د سویلي هېوادو ګوښه کول په خپله اقتصادی ترهګري ده. دنړېوالې سوداګرۍ په برخه کې پر یوه هېواد د سوداګریزو قوانینو پلي کول دنړیوالې پانګې پر خوځښت، کنترول، دنړۍ پر کچه دونډو له لیږد سره دنړیوالو ټولنو لخوا ایډيولوژیک چلند، د ازاد بازار دبېلګو لپاره زمینه برابرول، دنړیوالو پانګواکو مرکزونو دتوکو لپاره په زور دنړیوالو بازارونو موندنه، د پانګې اچونې زمینه برابرول، دنړۍ په کچه دسوداګریزو جګړو پیلول ( په ځانګړې توګه په بیوزله او مخ پر وده هېوادو کې)، مخ پردوه هېوادو کې دخیالي دښمن راپنځول، دنړیوالو ټولنو او نړیوالو پانګواکو شرکتونو پر وسیله دخپلو ګټو پر موخه دنړیوال اقتصاد څارنه او کنترول، دملتونو پر زیرمو او سرچینو خېټه اچول، دمخ پر وده هېوادو زیرمې رالاندې کول، دګردې نړۍ په کچه د60,000 ګڼ ملتیزو شرکتونو له منځه د 5 سترو هغو کنترول اوبرلاسي، په پرله پسې توګه دنړیوال اقتصاد کړکیچن کول، دنړیوال اقتصاد کاواکه کول، مخ پر وده هېوادو کې دکړکیچ رامنځته کول لکه د سویل ختیځې اسیا او دارجنتاین اقتصادي کړکیچ ، بې بندوباره سیاست ، د امریکایانو لخوا دنړۍ پر زیرمو، پورونو او بیمې تکیه او له همدې لارې دنورو پر شتمنیو دهوسا او ارام ژوند رامنځته کول او په پای کې دنړۍ هېوادونه دېته اړ ایستل ،چې خپلې اقتصادي او سیاسي تګلارې دنړیوالو اقتصادي مرکزونو له غوښتنو سره سمې برابرې کاندي .
د ټیکنالوژیکې ترهګرۍ په برخه کې ،چې کوم ګواښ رامنځته کېدای شي هغه دادی ،چې د اټکله پورته ودې او بدلون له کبله وړاندوینه ناشونې شي. په یوه هېواد کې تيکنالوژیک پرمختګ په نسبي ځانګړنه کې سملاسی بدلون رامنځته کولای شي ځکه ،چې د ټيکنالوژیک پرمختګ پروسه رڼه نه ده . څومره ،چې د بدلون کچه لوړیږي همدومره یې جغرافیوي مساحت ارتیږي او ورسره جوخت ټیکاو نور هم کاواکه کیږي او دا د نړیوالې اقتصادي ترهګرۍ بله بېلګه ده .
دمخ پر وده هېوادو پورونه ،چې د 3 او 3.5 تریلیون ډالرو ترمنځ دي نور له چتې وځي. دا په خپله ددې ښکاروندی دی ،چې د نړیوال وجهي صندوق تګلاره اقتصادي ترهګرۍ ته لار پرانیزي ځکه دغه صندوق مخ پر وده هېوادو سره مرسته ونه کړه ،چې د ستونزې ته تلپاتې حل راوباسي . د افریقا ، لاتیني امریکا او اسیايي هېوادو پورونه دومره دي ، چې همدې هېوادو دسیمه ییزو محصولاتو ستره برخه له کومې تیروي او نړیوالو ارګانو ته ېې ورسپاري. دبېلګې په توګه دارجنټاین اقتصاد ،چې له 130 ملیار ډالرو زیات پورړوی دی ، دسیمه ییز محصول له نیمايي څخه زیات دی ، نړیوال وجهي صندوق ، چې د 2001 ز دډسمبر پر لومړۍ نېټه یې ارجنټاین ته 39,7 ملیارده ډالر پور ورکړ، د ارجنټاین اقتصاد یې ونشو ژغورلی . افریقايي او اسیايي هېوادونه پخوا او اوس هم له ورته ستونزو سره لاس وګریوان دي او دخپلو پورونو له ورکړې ناتوانه دي .
ددغو هېوادونو دا هڅې - چې دپاریس او لندن کلپونو ته ورنږدې شول او دخپلو پورونو د بیا کتنې ، دسود دکمښت ، د ورکړې د نېټې دغځولو او یا د پور دڅه برخې دلغوه کولو غوښتنه یې وکړه - کوم ځای ونه نیوه . دغه مهال پور ورکوونکي هېوادونه پوروړي له خوږ ګوتې نیسي او خپل نوي شرطونه پرې ږدي . د مخ پر وده هېوادونو دبهرنیو پورونو ډېرښت او سود د درېیمې نړۍ په هېوادو کې اقتصادي او ټولنیز کړکیچونه رامنځته کړي او ملتونه یې بیا دومره اغیزمن کړي، چې د اقتصادي پرمختايي پروژو د سرته رسولو وړتیايې هم له لاسه ورکړې . دغه مهال پوروړي هېوادونه اړ شي ، چې داسې سختې او سپورې اقتصادي تګلارې رامنځته کړي ، چې پایله یې بیا دپړسوپ دکچې زیاتول، د ګمرکي تعرفو پورته کول او دلګښت کچه راښکته کول وي. له دې سره جوخت دخدمتونو کچه په ځانګړې توګه دپوهنې او روغتیا په برخه کې بې کېفیته شي او چاپیریال ساتنې ته پاملرنه نه کیږي. په دغه ډول حالاتو کې د ټولنې دبیوزله خلکو ژوند ډېر اغیزمنیږی .
پرمختللي هېوادونه تل له دې نه خپلې اوږې سپکوي ، چې د مخ پر وده هېوادو دپورونو ستونزو ته اوږدمهالی حل راوباسي. دوی داسې انګیري ، چې دپانګواکۍ نړیوال مرکزونه ددې ستونزو تر شا دي ،چې اوس یې دکړکیچ بڼه غوره کړې ده . ددې ترڅنګ مخ پر وده هېوادو کې پرمختللې ټیکنالوژي، چې اوس یې دبشري ځواک ځای نیولی، داقتصادي ترهګرۍ یوه بله بڼه ده، چې د دریېمې نړۍ پر هېوادو سربېره یې په پرمختللو صنعتي هېوادونو کې ویره او اندېښنه هم رامنځته کړې ده .
داقتصادي نړیوالتوب یوه څرګنده پایله دبیوزلۍ نړیوالتوب دی، چې داوسمهالي نړیوالې اقتصادي ترهګرۍ لوړه کچه ګڼل کیږي . دملګرو ملتونو ارقام د پرتلې په توګه د 1978 ز کال دبیوزلو شمېر ،چې هغه مهال 1,2 ملیارده و ، خو په 2004 ز کې بیا دبیوزلو شمېر 1,5 ملیاردو ته ورسیده او دهر وګړي ورځنۍ ګټه له یو ډالر څخه کمه وه . بېلګه ېې ارجنټاین دی ،چې د بیوزلو شمېر په کې 3,5 ملیونه دی. همداراز له 1 ملیاردو زیات وګړي دڅښاک پاکو اوبو ته اړ دي او له 2,4 ملیاردو زیات بیا وړ طبي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري ان تردې ، چې دملګرو ملتونو عمومي منشي ټینګار کوي او وايي ، چې دنړۍ پنځمه برخه استوګن دورځې له یو ډالر څخه کم عاید لري او دوی له بدمرغۍ ، لوږې او ناروغیو سر ټکوي .
اقتصاد ته بل ورپېښ ګواښ بیکاري ده ،چې ګرده نړۍ ګواښي په ځانګړې توګه مخ پروده هېوادونه . نن ورځ په نړۍ کې دکاري ځواک درلودنکې درېیمه برخه ،چې شمېر 3 ملیارده وګړي دي او له بیکارۍ نور تر پوزې راغلي دي او دهمدې شمېر نیمايي دبیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي . دملګرو ملتونو د2002 ز دبشري ودې راپور داسې کاږي : « په ارجنټاین کې دبیکارۍ کچه ډېره ډارونکې ده او لامل یې دبهرنیانو له اړخه دشرکتونو او پانګونې رالاندې کول دي. د1997 او2000 ز کلونو ترمنځ دبیکارۍ کچه 13,5% اټکل شوې وه او اوس دغه کچه 15,4%ته رسیدلې ده او د 14,5 ملیون کارګرو له منځه یې 16% هغه وزګار دي . » دکارپوهانو له انده ددغې ستونزې بنسټیز لامل دنړیوال وجهي صندوق تګلار ښودل شوې ده . دنړیوالې اقتصادي ترهګرۍ له کبله ستره ستونزه وزګارتیا ښودل شوې ده او د کار دنړیوالې ټولنې دشمېرو له مخې د 2001 ز په پیل کې بېکاره وګړي 160 میلونه وو ، خو همدغه شمېر بیا په 1998 ز کې 140 میلونه وګړي وو .
دغه ډول دیوویشتمې پیړۍ له پیل سره سم دمخ پر وده هېوادو اقتصاد د نړیوالې اقتصادي ترهګرۍ له مختلفو ډولونو او بڼو سره مخ دی . په نړیوال اقتصاد کې دترهګرۍ ښکارنده ( پدیده ) اوس مخ په خپریدو ده او دا دهغو پرمختللو پانګواکو مرکزونو پر مټ خپریږي ، چې موخه یې دخپلو اقتصادي تګلارو پر وسیله د نړۍ سویل نور هم ګوښه کول او تر فشار لاندې راوستل دي . دغه مرکزونه هڅه کوي په نړیوال اقتصاد کې اقتصادي ترهګري د ډالر، طلا ، تیل او وسلې پر وسیله رامنځته کړي. دوی اوس اړ دي ،چې خپلو سوداګریزو توکو ته د وسلې پر زور بازارونه ومومي او دا یې له وسه پوره نه ده ،چې خپلې نیمګړتیاوې قابو او سمې کړي. ټول پردې پوهیږي ، چې دغه ډول چلند دازادې سوداګرۍ له شعار سره اړخ نه لګوي . دځینو اقتصادي کارپوهانو له انده پرمختللي هېوادونه غواړي، چې روان اقتصادي کړکیچ نور هم وغځیږي که څه هم اروپا او جاپان دنړیوالو ځواکونو په توګه خپل مقام له لاسه ورکوي . دا دنړیوالې اقتصادي ترهګرۍ بله بڼه ده .
هغه څوک که دا انګیري، چې دنړیوالتوب څوکیداران او د نوي ازاد بازار پلویان په ننني نړیوال اقتصاد کې ترهګرې ډلې نه دي، دوی له څيرمې تېروتې دي . هغه څیرې ،چې دپانګواکۍ مرکزونه یې په لاس کې دي دا ټول دنړیوال اقتصاد په برخه کې ترهګر پیژندل شوې دي او لا لګیا دي د ترهګرۍ چارې ترسره کوي . دغه ځواکمنې څیرې ، دازاد بازار پلویان او دپټ لاس نظریه په دې کې پاتې راغلي ، چې ددغو مرکزونو دنیمګړتیاوو درملنه وکړي .
دنړیوالې اقتصادي ترهګرۍ تر ټولو له ګواښه ډګه بڼه داده ،چې دپانګواکۍ ځینې مرکزونه هڅه کوي ، چې دخپل اقتصادي کړکیچ څه برخه دنړیوال اقتصاد پر اوږو وربار کړي په ځانګړې توګه د سویل هېوادو پر اقتصاد . دیادونې وړ ده، چې دشلمې پیړۍ له نوېیمونو کلونو راهيسې له دغو مرکزونو څخه ځینې یې اوس په تدریجي بڼه خپل اقتصادي نفوذ او نړیوال اقتصادي مقام له لاسه ورکوي . دغو مرکزونو اوس په نړۍ کې دصنعتي تولید دمخکښو هېوادونو په توګه خپل نفوذ بایللې دی، بهرنۍ پانګې نشي راجلبولی. نو دوی دخپل دغه مقام دبېرته ګټنې په موخه لګیا دي په نړیوال اقتصاد کې له نړیوالې اقتصادي ترهګرۍ کار اخلي، خو د دغو مرکزونو له چلنده داسې څرګندیږي ، هغه نړیوال کړکیچ چې دوی ورسره لاس و ګریوان دي طبیعي نه دي ، بلکې دا دنړیوال اقتصاد په جوړښت کې کورني اوبهرني بدلونونه دي، چې ددوی دهېوادو اقتصادي سیمستونه یې اوس کاواکه کړي دي . ددې مانا داشوه ، چې نړیوال اقتصادي کړکیچ داسې تلپاتې او بنسټیزې ستونزې دي،چې رېښې ېې ډېرې ژورې دي او اغیز به يې تر ډیره پاتې وي. که چیرې دغو ستونزو ته کره حل ونه موندل شي نو مالي او پولي تګلارې بیا نشي کولای ، چې دنړیوال اقتصاد کورنۍ او بهرنۍ تشه راډکه کړي . په دې ترڅ کې دا ویلای شو او باید ټینګار پرې وشي ، چې دپانګواکو کړیو له اړخه، چې کومې لنډمهالې ، لنډپارې ، یو اړخیزه هڅې کیږي دا ټولې بې ګټې دي ځکه دنړیوال اقتصاد طبیعت متاکل دی ، او ستونزې یو له بل سره تړاو لري او دحل لارې هم دغه ډول وبوله نو په کار ده ،چې دنړیوال اقتصاد دژغورنې لپاره ګډې او نړیوالې تګلارې ولټول شي ،چې ټول ترې خوښ وي .
دملګرو ملتونو د اقتصادي راپورونو له مخې داقتصادي ستونزو راپنځول مخ په ډېرېدو دي او دمتحده ایالاتو په بهرنیواړیکو کې اقتصادي ستراتیژي یوه برخه جوړوي او دسیاسي او اقتصادي فشار تر ټولو جوتې بېلګې يې پدې ډول دي : بندیز ، پریکون ، اقتصادي بندیز ، په اقتصادي ، علمي ، تخنیکي برخو کې دمرستو بندول ، د راواردولو لړۍ بندول ، د ټیکنالوژۍ محدودول ، دحسابونو کنګلول ، دپانګو او ونډو پر لیږد بندیز او څار، دیو ځانګړې هېواد دودې پر وړاندې اقتصادي ستونزې راپنځول ، دبل هېواد داقتصاد ړنګول . دغه چلند او کړنو ته ځینې پانګواکي مرکزونه هغه مهال لاس وراچوي ،چې خپلې ستونزې یې سختې شي اودا په یوه هېواد کې دسیاسي او اقتصادي ټیکاو دکاواکه کولو له هڅو پرته بل هیڅ نشي کېدای . ددغو مرکزونو دغه ډول چلند دنړیوال اقتصاد امنیت پر وړاندې ستر ګواښونه رامخته کولای شي . همدا امنیت دنړیوالو اقتصادي اړیکو او دڅو اړخیزو نړیوالو اقتصادي اړیکو دغښتلتیا لپاره اړین شرط ګڼلی شي . دمتحده ایالاتو د اقتصادي تګلارو له کبله په ځانګړې توګه په بهرنۍ تګلار کې له اقتصادي توان او وړتیا څخه په څرګنده دوسلې کار اخيستل، دنړیوال اقتصاد امنیت له منځه وړي .