ځينې لوستي ځوانان د روشنفکرۍ په تصور د جهالت او تورتم په کرښه ولاړ دي؛ ليکل او ويل يې دواړه جهالت له سرچشمې خړوبيږي، تمدن په دې ياغي څپو کې ترې ځانونه ورک شوي، د خپل کلتور او تمدن په ورميږ پښې ږدي، کله ناکله اسلامي شعايرو او مقدساتو په وړاندې هم د خپل ګونګ او ړوند عقل په رڼا کې داسې څه ليکي، چې منشاء يې پردۍ او له حقيقت لېری په درواغو ولاړه وي.
اسلام او اسلامي ارزښتونو ته په التزام شرميږي!! نړيوال ماحول کې هڅه کوي، چې ځان د ککړ تمدن په معيارونو سمبال وښايې، په همدې ورته خپل ځان ښه ښکاري!!
دا منم چې ته دا هر څه په دې موخه کوې، چې نړۍ ته ځان متمدن او روڼ اندی وښيې، دا منم چې ته خپل هوس مجبور کړی يې، دا منم چې ته په دې بې معنويته نړۍ کې د شهرت تږی يې، دا منم چې د مادي تمدن ليونۍ مينې درنه هر څه هېر کړي، دا منم چې ستا فکر و خيال اوس پر معنوياتو باور نلري، دا منم چې ته د يوې ورکې هيلې او لويدلي ارمان په هڅه کې يې، دا منم چې ستا فکر په ځنځيرونو تړل شوی، دا منم چې ته د يو چا د دسيسو ښکار شوی يې، دا منم چې ته د دې بربنډې ديموکراسۍ لمبو ستي کړی يې!!
خو؛
باور وکړه زړه مې درباندې درد کوي، خواخوږي درسره لرم، راتلونکی دې ژاړم، د خدای په وړاندې ستا د سرټيټۍ او ذلت انديښنه لرم، راتلونکي قضاوتونو ته خپل ځان مه بربنډوه، پر خپل وقار او عزت دې تور داغ مه لګوه؛ خدای ته مخه کړه، د انساني او اسلامي فطرت اصيل ارزښتونه دې راويښ کړه، ويې پاله او ځان د خپل سرلوړي ولس د وياړلي تاريخ د شملې ول کړه!!
نور دې خپل ضمير را ويښ کړه او په زغرده چېغه کړه، چې زما ځان، فکر، ژبه او قلم به له دې وروسته د اسلامي او ملي ارزښتونو د غني کيدا په تکل کارول کيږي، زه نور د خپل هوس ليونۍ مینې ته سلامي نه کوم، زه د دې ولس د اصيل بچي په توګه ژوند کوم، له دې وروسته د خپلې پورنۍ هستۍ او ننۍ ورکې په لټه کې د زندګۍ نوی باب خلاصوم.
شايد د سرلوړي او عزتمن ژوند څښتن شې!
وروستي