په نړیواله کچه د مشهور ناول (جاسوس) پښتو ژباړه چاپ شوه

جاسوس د نړۍ په کچه د پېژندل شوي او نوموتي لیکوال پایلو کویلو وروستی اثر دی. ناول د ماتاهاري په نامه د یوې نڅاګرې د ژوند پر رښتینو پېښو لیکل شوی دی. هغه یوه ښکلې او بې جوړې نجلۍ وي، چې په لومړي سر کې نڅا کوي او وروسته وروسته بیا په لومړۍ نړیواله جګړه کې جاسوسي پيلوي. ماتاهاري په اعدام محکومېږي او دغه ناول یې له هغو لیکونو لیکل شوی دی، چې نوموړې خپل وکیل ته لیکلي دي. کویلو وايي د ناول په لیکلو کې یې د نوموړې له دوسیې هم استفاده کړې ده. جاسوس ناول د یوې زړه ورې پېغلې کیسه کوي، چې زړورتیا او بې پروايي یې د مرګ تر پولې رسوي. دغه اثر د روان ۲۰۱۷ کال په پيل کې چاپ او خپور شو چې په کمه موده کې د نړۍ ډېرو ژبو ته وژباړل شو. کیسه یې خوندوره ده او خالد نجیم په ډېره ښکلې او روانه بڼه پښتو ژبې ته ژباړلی دی. کتاب اکسوس کتابپلورنځي چاپ او خپور کړی دی.