د زغم ارزښت

دا چې ټولنېزو رسنیو زموږ تر منځ واټن راکم کړی او د نړۍ څخه یې یو کلی او یا هم یوه ټولنه جوړه کړې، خو دا هر څه به هغه وخت اغیزمن واوسي کله چې په موږ کې متقابله خیرخواهي، متقابل احترام، او متقابل تفاهم دود شي.
که چېرې د ښه احساس ځای نفرت او د مینې ځای کرکه ونیسي، نو موږ باید دا ومنو چې دا پرمختګ نه، بلکې داسې یو څه دي چې دردونکي پایلې لرلای شي. دې نړۍ کې د مختلفو مذهبونو، کلتورونو، او نژادونو خلک ګډ ژوند کوي، او دا چې نړۍ د بیلابیلو کلتورونو ډکه ده، نو زغم او د یو بل سره جوړښت ډیر اړین دي.
د زغم او د یو بل سره د جوړجاړي پرته د ټولنو تر منځ د اوږمهالې سولې راتګ ناشوني دي. همدا راز د زغم په نه شتون کې په یو بل باور سختیږي. وفاداري د مینې له احساس څخه رامنځ ته کیږي او د مینې احساس د وفادارۍ احساس پیاوړی کوي. کله چې یو څوک د خپل هېواد سره مینه ولري، هغه د وفادرۍ پر اساس د خپل ملت لپاره قرباني ته تیاریږي. که چیرې د مینې عاطفه موجوده نه وي نو د قربانۍ روحیه هم مړه پاتې کیږي.
د زغم نه شتون د جګړې، تاوتریخوالي، او بلاخره د ټولنې د ویجاړۍ لامل کیږي. زیاتره خلک چې کله په بحث کې ناکام راشي نو ددې لپاره چې د خپل نظر څخه دفاع وکړي د زور او تشدد څخه کار اخلي.
د تاریخ په اوږدو کې موږ د ځینو پیښو شاهدان یو چې د یوې عقیدې خلک د بلې عقیدې په خلکو، مقدساتو او د دوی په ټولنیز ژوند یې تیری کړی، دا ټول د زغم د نه شتون له امله رامنځ ته کیږي. دا به څومره غوره وي، چې یو څوک په سم او درناوي سره خپل نظر څرګند کړي. دا چې دې نړۍ کې ډول ډول انسانان ژوند کوي، دا حقیقت کې د ژوند ښکلا ده، د تنوع پرته به نړۍ بې خونده او نوښت کم وي.
په کال ۱۹۹۵ کې به د زغم ورځ په نړیواله کچه لمانځل کیده، تر څو عام خلک د نه‌زغمنې له ناوړه عواقبو خبر کړي او هم خلکو ته د زغم ارزښت ور زده کړي. د زغم لپاره دغه ځانګړې شوې ورځ موږ ته دا ښآیې چې دا ځومره اړین ارزښتونه دي چې باید هر وخت په پام کې ونیول شي.
د مخالف نظر سره خواخوږي څرګندولو ته زغم وایې. او یا د هغو خلکو سره نرم چلند کول چې باور کیږي تاسو یې خوښ نه یاست. د مخالف نژاد، جنس، نظریې، عقیدې، او د دوی ایډیالوژی ته درناوی لرل زغم بلل کیږي.
یو څوک شاید په سیاسي یا مذهبي ډول د یو چا له نظریې سره مخالف شي، خو په کار نده چې د مقابل لوري حیثیت تر پښو لاندې کړی. د اختلاف سربیره یې باید نظر او عقیدې ته درناوی ولري. زغم د ژوند په هر پړاو کې اړین رول لوبوي، ځکه مینه او سوله د همدې لارې راتلی شي.
که چیرې یو څوک د یو چا سره په کوم نظر کې مخالف وي، نو د خپل نظر څخه دې په اخلاقي ژبه دفاع وکړي او د نفرت او کرکې دې ډډه وشي. زغم هغه وخت اغیزمن تمامیدای شي کله چې دوه اړخیز وي، نه دا چې یواځې یو لوری د زغم څخه کار اخلي او بل لوری د تشدد څخه.
هر انسان د نظر د څرګندیدا انساني حق لري. د دوی نظر ته باید په سپکه ونه کتل شي، بلکې احساس او درک شي.