دوستان په درې ډوله دي: هغه چې زړه او مال یې ستا په اختیار کې دی، د داسې دوست ساتنه وکړه او له لاسه یې مه ورکوه، بل هغه دی چې خپل زړه درکوي، نو له هغه نه ګټه واخله او دریېم هغه دی چې نه زړه درکوي او نه مال نو ملګرتیا ورسره مه کوه.
هر چاته د ښه دوست سخت ضرورت دی، ښه دوست نه یواځې دا چې له تا سره مرسته کوي بلکه ستاسو حوصله افزایی هم کوي دښه دوست د پیدا کولو یوه طریقه داده چې تاسو په خپله د نورو لپاره ښه دوست جوړ شی، د داسې کامیابو خلکو په لټه کې شی چې الله(ج) له رحمت څخه هیڅکله هم نه نهیلی کیږي.
تر هغې په چا ډاډمن کيږې مه، تر څو چې په مشکلاتو او سختیو کې د ځان پر وړاندې دهغه غبرګون ونه وینی.
له داسې خلکو سره ملګرتیا وکړی چې له ریښتینې ارادې سره د جدیت او کوښښ پر کښتۍ سپاره شوي او د هیلې آس یې خپله سورلی ګرځولي او په خالص نیت یې له خپلو نیکو عملونو د لارې توښه جوړه کړي ترڅو هغه ته ورسیږي او په پاک زړه هغه راوبولي.
دا خبره په ذهن کې وساتی چې په دنیا کې هیڅ یو فرد کامل نه دی هر فرد نه کاملاً ښه دی نه بیکاره، کامل انسان په مونږ کې نشته او تاسو هم نه یاست، کله هم چې له خپل دوست سره ملاقي کیږی یو څه وخت ضرور د هغه ستاینه وکړی، په هر فرد کې ضرور داسې یو څه شته دي چې د ستاینې وړ وي.
کله چې تاسو د خپل دوست د شخصي قابلیت او کامیابي ستاینه وکړئ هغه بلمقابل تاسو ته هم توجه او پاملرنه کوي.
له خپلو دوستانو سره مسلسل رابطه ساتی، هغوی سره ملاقات کوی، کله کله ډالی ورکوی او میلمستیا ورته کوی، دهغه خبرې په پوره غور او توجه اورئ ځکه هر زړه د ګټلو لپاره آسانه طریقه داده چې تاسو ښه اوریدونکي جوړ شی.
د خپلو ملګرو احساساتو ته ډیر اهمیت ورکړی، دهغوی خبرو ته په ژبه هو، صحیح، سمه ده الفاظ کاروی او یا ورته سر ښوروی او چې کله ټوکه یا مزاحیه خبره وکړي نو ورسره خاندی، دهغوی د وړو وړو خبرو او نیکیو څخه دمننې اظهار وکړی، دهغوی عزت او احترام کوی، په دی سره به ستاسو ملګرتیا نوره هم پیاوړی شي.
د مغرور له ملګرتیا ډډه وکړئ، ځکه که په تاسو کې کومه ښېګنه وویني ځان ته یې نسبتوي او که په خپله کومه بدي ولري په تاسو پورې یې تړي، هر چا چې په دوستۍ کې درسره خیانت وکړ، د هغه پر وړاندې ستاسو مسوؤلیتونه کم دي.
وروستي