هیله


که هیله نه وای، هیڅ یو انسان به هڅه نه وای کړې، هیله د انسان د نیکمرغۍ سورلی او دالله تعالی ترټولو غوره نعمتونو څخه ده نن په دنیا کې د مترقي ژوندن اساس په نیکو هیلو ولاړ دی او دا چې دجهان پر مختللي هیوادونه د ترقۍ لوړو مدارجو ته رسیدلې دي دا ټوله دنیکو هیلو نتیجه ده، ځکه خو په دنیا کې هیله من انسانان د مترقي ملتو د ښه ژوند جوړونکي بلل کیږي.
هغه ولسونه چې خلک یې نهیلې او مایوسه وي تل خوار وروسته پاته او دنورو لاسو ته اړ وي.
فلا سفه و ددې دنیا راز راز تعبیرونه کړي دي، خو اصلي هدف دا دی چې دې جهان ته يو ډول بدلون ورکړای شي او دا د نیکو هیلو په اثر کیدای شي.
هیله همیشه یو موسمي ګل دی، کوم چې د هر انسان پر لاس کې دی، ژوند یو باغ دی او هیلې دهغه ګلان، هیله یو داسې شی دی چې انسان د مشکلو کارونو تر سره کولو ته مجبوروي، هیله په انسان کې د یوې شریفې جذبې نوم دی او چې په کوم انسان کې نه وي نو هغه او مړي هیڅ توپیر نه لر‎ي.
که چيرته له ژوند څخه هیله ختمه شي نو د ځمکي او د قبر په مابین کې بیا څه توپیر دی ژوند له هیلې پرته یو داسې ګل دی کوم چې خوشبویي نه لري.
هیله د الله تعالی داسې ارزښتناک نعمت دی چې د انسان روح ته ډاډ او سکون وربښي. نیک خویه انسان کله هم نه نهیلي کیږي ولو که په مصیبت کې ولې نه وي اوبدخویه انسان کله هم هیله من کیږي نه ولو که په راحت کې هم وي.
-هیله د هوسا او آرام ژوند وسیله ده نو که هغې ته ور ورسېدې،ښه تر ښه او کنه نو له سره نوې هیله پیل کړه! ځکه قدرتي قانون دی! کله چې د اوبو لار بنده کړل شي نو هغه نورې نوې لیارې جوړوي.
لوی کار دلويې هیلي نتیجه ده او مایوسي د انسان زړه او لا سونه تړي ځکه مونږ باید د خپل زړه او دماغ دروازه د نهیلو او مایوسیو پرمخ وتړو، که مو دا کار و کړ هیڅکله به هم د غمونو په دریاب کې ډوب نه شو.
په اصل کې انسان چې کومې خبرې بوډا کوي، هغه مایوسي نهیلي او غم دي. نو مونږ ته لا زمه ده چې د ښه او خوشحاله ژوند تیرولو لپاره همیشه هیله من ووسو.