
محمدالله ساحل
غلاوې مې ليدلې وې خو داسې په ښکاره او زړورتيا سره مې غلا نه وه ليدلې، هغه هم د معارف په ښکلو، نازولو او وړو ماشومانو. خو هغه د چا خبره چاته يې وايې، دولت چې په خپله غل شي د نورو غلو مخه به څوک ونيسي.
د کرزي شريف د دولت په راتلو سره په هېواد کې د شخصي ښوونځيو او لوړو زده کړو د موسساتو بازار ډېر ګرم شو، ځکه چې خلک د دولتي ښوونځيو له بې کفايته استادانو او بې کيفيته درسونو څخه په عذاب شوي وو. دا خو اوس ټولو ته څرګنده ده چې په دولتي ښوونځيو کې درسونه نشته دي. له همدې امله اوس د ښار په هره کوڅه کې يو شخصي ښوونځى جوړ شوى دى. چې له برکته يې اوس ډېرى ماشومان کولاى شي چې په هر ځاى کې زده کړو ته لاس رسى ولري.
نه غواړم چې خبرې مې بلې خواته لاړې شي، راځم د پتلون او پېراهن اصلي خبرې ته، څو ورځې وړاندې د يو خپلوان کور ته تللى وم. څنګه چې کښېناستم د کورنۍ يو ماشوم له ښوونځي څخه راغلو چې په لاس کې يې يو پتلون او يو پېراهن وو، مور يې پوښتنه ترې وکړه چې يونيفورم يې درکړ، ماشوم ويل هو يو پتلون او يو پېراهن يې راکړ، ما چې پتلون او پېراهن وليد، په اړه مې يې پوښتنه ترې وکړه چې چا ورکړى، د ماشوم مور ويل چې ښوونځى خپل يونيفورم لري له همدې امله يې دا دواړه په ١٢٥٠ افغانۍ ورکړي دي، هک حيران شوم، له ماشوم مې پوښتنه وکړه چې ښوونځى يې چېرې دى او کوم ښوونځي ته ځي، د يو ښوونځي نوم يې راته واخيست، ويل يې چې د خوشال خان له کوېټي مسجد سره شاته کوڅه کې دى.
ماچې د نوموړى شاګرد پتلون او پېراهن وکتل دا چې زه په بازار کې ډېرې درېشۍ اخلم او د ځينو په اصطلاح ډېر موډپرست يم له همدې امله يې بيه ډېره ښه راته معلومېږي، پتلون د ١٥٠ افغانيو او پېراهن تر ١٠٠ افغانيو ډېر ارزښت نه درلود، يوه نيکټايي هم ورسره وه چې هغې به هم ٣٠ افغانۍ ارزښت درلود. که چېرې نوموړي ښوونځي يا سوداګريز مرکز په عمده ډول اخيستي وي کېداى شي چې ټول په ١٥٠ يا هم ٢٠٠افغانۍ ورته تمام شوي وي.
اوس تاسې قضاوت وکړئ نور خو په دې بې چاره افغانانو په هره برخه کې ظلمونه روان دي خو د معارف ظلم بيا د بښلو وړ نه دى، داسې ګټه چې د وطن نازولي ماشومان په کې سوزول کېږي ډېره د حيرانيتا وړ او نه بښونکې ګناه ورته ويلاى شو.
که چېرې د پوهنې وزارت په دې اړه کوټلي ګامونه پورته نه کړي فکر نه کوم چې دا ډول ظلمونه دې پاى ومومي. د پوهنې له چارواکو څخه په دې برخه کې د پوره پاملرنې هيله کوو، په دې شرط د پوهنې وزارت چارواکو ته هيله لرو چې دوى د تعليم يافته غلو په دې ډول ماهرانه غله کې ورسره شريک نه وي، او که چېرې دوى هم ورسره شريک وي بيا به خپلې اوښکې په خپله پاکوو او له کومې بلې لارې به د دې ډول غلو مخه نيسو ځکه چې په دې هېواد کې د يو کار د کولو لپاره ډېرې نورې لارې هم شته، هغه د چا خبره اړ يو چې بي ادبي معاف متيازې په ميتيازو ووينزو. ځکه چې بيا کومه بله لاره نه پاتېږي پرته له دې چې موږ په خپله لاس په کار شو.
د ١٣٨٩ لمريز کال د وري ٩مه، کابل خيرخانه