سياسي دروغ اوس مړي هم ژوندي کوي

نجيب حبيب
ډېرې په زړه پورې خبرې او کيسې مې اورېدلې وې، خو دا چې نن مې څه اورېدلي زه خو يې هک پک حيران کړى يم، ځکه چې نن ورځ د کرېډېټ اخيستو لپاره د سياست په نړۍ کې دروغ دومره غښتلي شوي چې مړي هم ژوندي کولاى شي.
د طالبانو په وخت کې د ارزګان ولايت والي مولوي عبدالحى سالک چې د طالبانو په دوره کې په شمالي ولايت مزارشريف کې ووژل شو، نوموړي د طالبانو په دوره کې د والي، ولسوال، د قول اردو امر او نورې دندې ترسره کړې وې. چې د هغه ځينې نژدې ملګري د هغه وژنه د طالبانو خپل منځي شخړه بولي، په هر صورت مولوي سالک په همغه وخت کې په خپله پلرنۍ هديره کې چې د ووردګو په چک ولسوالۍ کې وه وسپارل شو. چې له همغې نېټې بيا تر ننه پورې به د نوموړي خپل خپلوان په پنځه وخته لمانځه کې دعا ورته کړي.
نه غواړم چې له اصلي خبرې څخه بلې خواته لاړ شم، هغه موضوع چې زه يې د حيرانيتا په توګه يادوم، همدا سالک چې له نن څخه لس کاله وړاندې په وردګو ولايت کې خاورو ته وسپارل شو يو ځل بيا ژوندى شوى دى. هغه په دې معنى چې څو ورځې وړاندې د روان کال د حمل د مياشتې په پنځمه نېټه مې د بېنوا په برېښنا پاڼه کې د ښاغلي ميرويس جلالزي يو خبر چې د پاكستان د اج ټلويزون په حواله يې ليکلى و، ولوستل چې ارواښاد مولوي عبدالحی سالك او د هغه يو ملګرى ذکي عزت د كراچۍ په سوراب ګوټ سيمه كې  نيول شوي دي.
اوس پوښتنه دلته راولاړېږي چې دا سالک کوم سالک دى، هغه سالک چې په ١٩٩٩ کال کې مړ شوى دى او يا هم دا کوم بل ساختګي سالک دى. په هر صورت ما ته دا موضوع کله ډېره د حيرانۍ وړ شي او کله هم فکر کوم چې دومره د حيرانيتا وړ نه ده، ځکه چې څو ورځې وړاندې ايوان رېډلي د اسامه بن لادن په اړه هم همدا ډول ليکلي وو. رېډلي ليکلي و، چې اسامه مړ شوى دى اوس چې هر څه کېږي دا ټول په لاس جوړ شوي کارونه دي.
که چېرې زموږ ټولې چارې په همدې ډول په لاس جوړ شوي وي او يوازې د خپل موخو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي بيا خو نو دا ډېره د افسوس خبره ده، هغه دا چې که يو څوک مړ هم شي خو که چېرې په راتلونکې کې د خپلو موخو د ترسره کېدو لپاره ورڅخه کار اخيستې شي نو د هغه مړينه پټوي، که چېرې په رښتيا هم اسامه، ملاعمر او داسې نور کسان مړه شوى هم وي دوى به يې د مرګ په اړه نه وايي، ځکه چې بيا خو د دوى د ډرامې پاى رانژدې کېږي او پاى ته رسېږي.
کېداى شي د خداى بښلي سالک د پېښې او خبر په ډول داسې ډېرې نورې پېښې هم رامنځ ته شوې وي. خو دا يوه خبره بايد هېره نه شي، چې اوس څه ناڅه د حالاتو د ادلون بدلون له امله افغان ملت تجربه تر لاسه کړې ده او کولاى شي چې د حالاتو څارنه وکړي وروسته له دې به هر څه په پټو سترګو ونه مني. او هڅه به وکړي چې د مړو او ژونديو توپير وکړاى شي.