ټام کروز له بدو ورځو سره مخ دی


د هالیووډ م ستوری ټام کروز دا ورځې تر سختو حالاتو تیرېږي، تر دې چې سترګې یې له اوښکو نه وچیږي. 
کیسه داسې ده چې پر هغه د دوو کسانو د قتل تور لګیدلی او دوسیه یې تر محکمې رسیدلې ده.
د امریکن میډ فلم د عکس بندۍ پر مهال یوه صحنه داسې وه چې باید ټام کروز له الوتکې ځان راغورځولی وای، خو کله چې دا صحنه کیده، الوتکه را نسکوره شوه او پیلوټ یې د تل له‌پاره معلول شو، مګر لاندې یې دوه تنه نور ووژل.
اوس د همدې کسانو کورنیو پر ټام کروز او فلم جوړوونکي ډووګ لي عریضه کړې چې د همدوی له لاسه دا پیښه شوې او باید محاکمه شي.