روسي ادم خواره مو لیدلي؟

د ادم خورو يا سړي خورو په اړه به مو یوازې افسانوي کیسې لوستې وي، خو ر کې د داسې کسانو په اړه ولولئ چې تر اوسه يې په رښتيا دېرش تنه خوړلي دي.
دا یوه ادم خوره جوړه ده چې په روسیه کې نیول شوې ده. پولیس وايي، د نیول شویو کسانو په کورونو کې يې د انسانانو د بدن غړي هم پیدا کړي. 
له دوی یو یې ۳۵ کلن دمیتري بکشیو اعتراف کړی چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې ادم خور شوی او تر اوسه یې تر ۳۰ ډېر کسان خوړلي چې وروسته یې بیا یوه ملګرې هم پيدا کړه.
له هغه سره یې مېرمن ۴۳ کلنه نتالیه هم ملګرې ده چې یو مهال نرسه وه او اوس په ادم خورې بدله شوې ده.