
په زياتي اندازې برق د توليد لپاره چيرې چې ډيمانډ زيات وي د يو ډول نوي کيدونکي انرژي څخه استفاده هيڅ وخت هم موثره نه ده او نشي کولاي چې ډيمانډ پر وخت پوره کړي. نو د دې لپاره بايد د څو ډوله نوي کيدونکي انرژي څخه په ګډه استفاده وکړو چې ورته هاي بريډ Hybrid سيسټم وايي. د هايدرو پاور لپاره د اوبو مقدار د کال په اوږدو کې تغير خوري او د باران سره رابطه لري. د شمسي لپاره بيا لمر مهيم دي کوم چې د شپي نه وي او د ژمي په موسم کې خو د ورځي لا نه معلوميږي او د بادي پاور لپاره شمال يا باد هم تل په يوه اندازه نه وي نو ځکه خو بايد د دوى څخه په ګډه هاي بريډ سيسټم جوړ شي تر څو مو د ضرورت وړ برقي انرژي لاسته راوړي وي. د هايدرو پاور ګټي : *د واټ هاور Wh د توليد قيمت يي لږ دي ځکه چي د هغه پر توليد مصرف نه راځئ، اوبه د قيمت څخه خالي دي Water free of cost دي *موږ کولاي شو د موجوده اوبو د پاور اندازه معلومه کړو او د ضرورت وړ يي استعمال کړو *غټو بطريو ته ضرورت نه لري *د دغه سيسټم حفاظت لږ مصرف لري د بادي پاور ګټي : *د واټ هاور Wh د توليد قيمت يي لږ دي که چيري موقعيت يي سم وي يعني په هغه ساحه کي شمال زيات وي *د کوچني بادي سيسټم حفاظت او مصرف لږ دي *په اکثره ساحو کې د پاور د توليد تخمين کيداي شي د لمريز پاور ګټي : * په هر ځاي کې د استعمال وړ دي *د حفاظت مصرف يي نسبت نورو ته ډير لږ دي *د دوى د استعمال موده ډيره زياته ده *ساده انسټاليشن لري *دغه سيسټم هيڅ کوم اواز نه توليدوي نسبت نورو ته *د پاور د تخمين اندازه يي هم تر زياتې اندازې پوري ممکنه ده د هايدرو پاور تاوانونه : *په هر ځاي کې يي د جوړيدو امکان نسته ځکه چي منبع يي اوبه هر ځاي نه وي او هلته امکان لري چيري چې اوبه وي *د دغه سيسټم د جوړيدو لومړنۍ مصرف تر ټولو زيات دي *په هغه ساحو کې چې زيات يخ وي د پايپونو د يخ کيدلو امکان يي سته د بادي پاور تاوانونه : *په هر ځاي کې د استفادي وړ نه دئ په هغه ساحو کې يي امکان سته چيري چې د باد اندازه حد اقل 10m/s وي *د خادي يا ټاور درول يي يو مشکل کار دي د لويو بادي سيسټمونو لپاره *اکثره خلګ په دي عقيده دې چې دغه خاده د يوي ساحي ښکلا خرابوي *په هغه ساحه کې د مرغانو يا پريندو ژوند ته خطر دي *تر يو حده پوري اواز هم توليدوي او په هغې ساحې کې د اوسيدونکو د ناراحتئ سبب کيږي د لمريز پاور تاوانونه : *د سولر هندارو لومړنۍ مصرف زيات دي *په اکثره ساحو کې د پاور د توليد لپاره و بطريو ته ضرورت لري *دغه سيسټم د پوره پاور ورکولو لپاره تيز لمر ته ضرورت لري هر سيسټم ځان ته فايدي او تاوانونه لري؛ ځيني خلګ بادي بريښنا نه خوښوي وايي مرغان دوې برخي کوي کله چي د پنکهو سره ټکر وکړي. همدا شان شمسي او هايدرو چي وايي شايسته نه معلوميږي زياته ساحه نيسي او ماهيانو ته ضرر لري. نو غوره دا ده چي هر سيسټم بايد ځاي، ضرورت،مصرف او موجوده موادو ته په کتو ډيزاين شې او ورڅخه استفاده وشي. هاي لريډ سيسټم تر ډيره ځايه کولاي شي د پاور مشکل حل کړي د يوه سيسټم څخه پاور لاسته راوړل هيڅ کله هم اقتصادي نه دي. زيات هيوادونه د هايدرو او ترمل(تودوخي) سيسټمونو څخه په استفاده خپل د ضرورت وړ پاور لاسته راوړي. د پريمانه اوبو په وخت کې د هايدرو څخه برق توليدوي او د اوبو د کموالي په صورت کې بيا د سکارو يا هم ګاز د سوځولو څخه پاور توليدوي او د دوي تر منځ يي د ضرورت پر اساس تعادل برابر کړئ وي.