د يوي ساحي هايدرو پاور معلومول

په يوي ساحي کي موجود هايدرو پاور د هغه ساحي د اوبو لوړوالي د سطحي څخه او د اوبو د جريان يا سرعت سره مستقيمه رابطه لري. د اوبو جريان يا flow هغه مقدار ته وايي په کوم سرعت سره چي اوبه حرکت کوي, دا په ليټر پر دقيقه او  يا هم ګيلن پر دقيقه سره اندازه کيږي. د اوبو د سرعت د معلومولو لپاره اوبه بايد چي په يوه پايپ کي وه يوه کانتينر ته را تير کړل شي چي حجم يي معلوم وي, او  هغه وخت  بايد ثبت شي په کوم کي چي کانتينر ډک کيږي. د اوبو لوړوالي يا head د اوبو د فشار پواسطه معلوميږي, pressure gauge هغه آله ده چي د پايپ په اخيرني حصه  کي نسب کول کيږي چي اوبه تري خارجيېږي او د اوبو فشار معلوموي. پاور = (لوړوالي * سرعت)/8 په دغه فارمول کي لوړوالي په فټ اندازه کيږي.   او که د اوبو لوړوالي په متر وي نو په پورته فارمول کي د 8 پر ځاي 10 استعماليږي. د دي تر مخه چي تاسو خپلي پټلي او يا کلي لپاره کوچني هايدرو پاور جوړ کړي لومړي بايد د هغه ساحي د پاور تخمين وشي او د اوبو لړي بايد چي معلومه کړل شي او دوامداره وي. مثلا که د اوبو لوړوالي 30 متره او سرعت يي 120 ليټره پر دقيقه وي, کولاي شي چي تر 360 واټه پوري برق توليد کړي. د پاور د معلومولو څخه وروسته بايد چي د پايپونو په انتخاب کي دقت وکړل شي او هغه ضايعات چي اوبو ته رسيږي په پايپ کي د اصطکاک له امله بايد چي په نظر کي و نيول شي. د پايپ اوږدوالي او قطر بايد په نظر کي و نيول شي. په کوچني هايدرو پاور کيعمومآ پاور د بيټري د ولتاژ په اندازه توليږي 12, 24, 48 ولتاژ او د ترانسفرمر په استعمال سره کولاي شو چي ولتاژ اضافه کړو او د ګرين انرژي څخه ګټه پورته کړو. دغه ډول کوچني هايدرو پاورونه کولاي سو چي په خپل کلي کي جوړ کړو چيري  چي اوبه بي ځايه مصرفيږي, د دي ډول هايدرو پاور جوړولو لپاره شه مثال د نورستان ولايت دي چيري چي په پريمانه اندازه اوبه دي او کوچني هايدرو پاورونه پري جوړيدلاي شي.