غچ، د میني تر سنګساره

«لنډه کیسه»  
د کلي زړه او په سپرلي پوښلي، زرغون باغ ته هر ورتلونکی سیلانی یوازي د میني په لېونیو خیالاتو کي ډوب بنده ؤ.
یوسف به ویل: کله چي هم، کوم مازدیګر دې باغ ته راځم؛ نو مَرۍ راته لکه د خوب ښاپېرۍ مخته – مخته کېږي. کله، کله خو مي بېخي خواته راشي او آن زما له سترګو نه د نهیلۍ او تشویش ټولي هاغه را بهېدلي اوښکي پاکي کړي؛ کومي چي تل ماته یوازي د ناکامۍ او مرګ ژنګوله ډنګوي.
زه، لکه د قضیې یو طرفه کونکی قاضي همېشه په هر داستان کي دریم ګڼی پاتي شوی یم؛ خو د یوسف او مریم قیصه د عشق له ځپلو ټوټو جوړه شوې وه.
یوسف ته به مونږ له نازه بور ویل او مریم د کليوالو پېغلو منځ کي په مَرۍ مشهوره وه.
هغوی دواړه د کلي له ټولو وګړو نه په ښایست او مستۍ کي ټاپ ؤ؛ ځکه خو یې تقدیر د ژوند تارونه له یو بل سره نښلولي ؤ. د یوسف پلار مُلا او د مریم پلار بزګر ؤ.
د دوی پخپلو کي نه سره لګېدل. هر وخت به مُلا د بزګر له غمه په ممبر کي د کښت کرني او د بزګر د حق د لږوالي مسئلې کولې او بزګر هم خدای قسم کړی ؤ، که مُلا ته یوه قطره زکات هم ورکړي. د دې پېچلي دوښمنۍ قرباني به مریم او یوسف څومره ورګړي؟! دا خو تر ما پوري د هاغه وخت یو کلیوال ته هم نه وه څرګنده.
د شپې یوه(1) بجه کېدونکې وه، چي خور مي په ډېره بېړه را باندي غږ وکړ:

ــــ شَفې! شَفې!
ــــ همممم آ، آ. څه خبره ده؟
ــــ هله، جیګ شه، چي د باندي څوک ولاړ دي او دروازه یې له ډېرو ډبولو لږ پاتي چي ماته یې کړي.
ــــ همم، څوک به وي؟
ــــ یو ځل خو یې وګوره، کنه!
ــــ ښه سمده، ته کوټې ته لاړه شه.
له بستره پاڅېدم او په ډار لړځولي زړه مي غبرګ لاسونه کېښول. ورو – ورو د دروازې لوري روان شوم او په رپ اخیستو شونډو مي د دروازې خواته غږ وکړ:

ــــ څوک یې؟
ــــ شَفې! زه یم، مَرۍ. هله دروازه خلاصه کړه، بور هم را سره دی.
له دې خبري اورېدو سره مي ټول بدن یخ ونیوه او په رېږدېدلو لاسونو مي ورته ور خلاص کړ.
ــــ تتت، تاسو او دلته؟ څه خبره ده؟ او په دې نیمه شپه ولي راغلي یئ؟
ساه وهلي یوسف دروازه تېزه ټېله کړه:
ــــ اووووه، یاره! ته خو مو اول تر کوره پرېږده؛ بیا به درته ټوله کیسه وکړم.
د مریم سترګي لکه، د شپني اسمان تازه ستوري، له ډېري وېري پړکي – پړکي را وتي وي.
یوسف زه له لاسه ونیولم او د ځان طرف ته یې ورکش کړم:

ــــ کېنه! تښتېدلي مونږ یوو او وارخطا ته یې!؟
ــــ څڅڅ څه؟ تاسي تښتېدلي یئ؟
ــــ ههههه، نو ته څه وایې، چي په دې ناوخته کي مي ستا مُشایده یاده شوې!؟
ــــ نه، یاره! دا تاسي ښه نه دي کړي. ګورئ، تاسي ښه پوهېږئ چي زمونږ د کلي قانون د دنیا له ټولو قانونو نه سخت دی. بزګر به مَرۍ او مُلا به تا ژوندی پرې نږدي.
ــــ پرېږده سړیه! هغه هم څه عشق شو، چي ساختګي قانون یې د لېونۍ میني د یوځایوالي مخنیوی وکړي؟!
ــــ سمده، وروره! زه تاسي درک کولای شم؛ خو په دې رقم سره به تاسي آن تر ډېره ژوندي هم ونه اوسئ.
ــــ نو څه وشول؟ یوه دقیقه خو به ژوندي واوسو. یاره! په مینه کي چي څوک یوه صهنه هم یوځای پاتي شي؛ نو هم ډېره ده. او بیا دا خو هم عادي شهادت نه دی، چي لکه، لیلا او مجنون دواړه یو ځای په خندا، خندا مړه شو.

د یوسف هاغي خبري زه د څو شېبو لپاره یوې بلي نړۍ ته یووړم. ما کله هم له زیره ګر(*)یوسف نه داسي یوه پخه او د زړه له تله راوتلې خبره نه وه اورېدلې. له سترګو نه مي د اوښکو بې اختیاره څاڅکي را توی شول، چي مریم مي په اوږه خپل نازک لاس کېښود او
په مړاوي غږ یې وویل:
ــــ شَفې وروره! خیردی، یو څه خو وکړه، چي مونږ له دې عذاب نه خلاص شو. مونږ بله چاره نه درلودل. بور مُلا صاب ته زما سره د میني ټوله کیسه وکړه؛ خو هغه ورته له مخالفت سره، سره دا هم وویل: چي که دي څه سرکشي وکړه، نو نور زما زوی نه یې او د کوم سنګسار سزا مي چي د نورو ځوانانو په حق کي تردې ننه پوري کړې؛ هاغه سزا به ستا لپاره هم ونسپموم.
ــــ ښه، ښه. مرۍ خوري پوه شوم. اوس یو کار کوو او هاغه دا چي، تاسي به د سهار لمانځه نه مخکي د امان ډاکټر کلینیک ته ورځۍ. دا ځکه چي په ټول کلي کي، د یو څو ورځو د پنا اوسېدو لپاره یوازي امن ځای چي هیڅ څوک به ورباندي شک ونکړي؛ هاغه ځای دی. امان ته به زه ټوله کیسه وکړم او هغه به هم خپله همکاري ونه درېغوي.
یوه شپه وه، چي درې ژونديو نَفَسونو یې د مرګوني تیارې قیامت په روڼو سترګو ننداره کړ.
سهار له اذان سره سم زه مخکي، یوسف او مریم له شا، د امان کلینیک په لور توکل په خدای روان شو. د کلي له جوشه ډکو سپیو او د ګڼو چرګانو غږونو، په مونږ باندي د ډار فضا نوره هم کړکېچنه کړې وه. په خورا وهم او احتیاط مو ځانونه تر کلینیک پوري ورسول. د کلینیک دروازه خلاصه وه. مونږ هم له موقع نه په استفاده ډېر تېز ور دننه شوو؛ چي ناڅاپه راباندي امان چیغه وکړه.

ــــ ودرېږئ! تاسو څوک یئ او په دې وخت کي دلته څه کوئ؟
ــــ امانه! ورو- ورو، زه یم شفق. له ما سره بور او مرۍ هم ده. تاته راغلې یوو.
ــــ څه؟ خو له مانه په دومره ناوخته کې څه غواړئ؟
ــــ یاره! ته څه لرې چي مونږ به یې درنه وغواړو؟! هسي د یویشتمي پېړۍ د لیلا او مجنون مینه اوج ته رسېدلې ده. اوس له کوره راوتي دي. مُلا صاب او بزګر دواړه چاړه په لاس پسي ګرځي. یاره! تاته ځکه راغلو چي، ستا کلینیک لږ امن دی او څوک به دلته د تلاشۍ لپاره نه راځي. بس یوازي د درې ورځو خبره ده . زه ښار ته ځم او د یو واړه هستوګنځي بندوبس کوم او له هاغه وروسته دوی دواړه له ځان سر همالته بیایم.
ــــ سمده، خو زه چي څومره فکر کوم، د مُلاصاب شاګردان ټوله شپه شاوخوا ګرځېدل. داسي نه، چي تاسي یې ليدلي یئ.
د امان له دې خبري سره مي زړه ټک وکړ؛ چي مریم را غبرګه کړه:
ــــ نه، شاید نه به یې یوو لېدلي؛ ځکه چي زه څومره د مُلاصاب شاګردان پېژنم، هغوی دومره حوصله نلري. هر کار په هماغه وخت ترسره کوي. نو مونږ به یې هم اوس له فکر کولو مخي نیولي وای.
له دې ډاډګیرني وروسته امان سړه ساه ؤایسته او نرم یې وویل:
ــــ ښه سمده. دوی کولای شي چي همدلته پاتي شي؛ خو یوازي د دریوو ورځو لپاره.
ما هم له راحتۍ نه څو غبرګي ساګاني ؤایستې او یوسف مي په اوږه وټپاؤ:
ــــ دا دی ګرانه! مړ کېدونکی خو هسي یې؛ مګر چي کله هم په جنت کي له یوې حوري سره مخ شوې؛ نو ګوره زما به ورته ډېر تعریف کوې او ورته وایې به چي: د شفق نه خوښېږي چي یو ځل څوک مین شي او بیا ارماني مړ شي؛ ځکه چي مینه د سرطان ناروغۍ په څېر ده؛ نابللې غوندي راشي او ددوو نازکو زړونو له وژلو وروسته بېرته لاړه شي.
ــــ هههههه، ای، یاره! ته ولي دومره غمګیني خبري مونږ ته کوې؟ چا ویل چي د میني پای به یوازي مرګ وي؟

زړه مي درد کاؤ، ځکه چي د الهام غوندي مي په زړه اورېدلې وه؛ چي بس یوازي د یو څو ساعتونو وروسته مي خپل خوږ ملګری او د خوبنو پاچا له لاسه ورکوم. ځکه مي په ډېره تونده لهجه وویل:

ــــ اووووفی، څوک وایي کنه، خو زه ضرور وایم چي ستاسي د عشق اخیرنی قات به ستاسي په مرګ راټولېږي؛ ځکه چي تاسي مینه په همداسي یوه کوهي کې کوئ. یاره! له دې غلطۍ کولو وروسته ستاسي لپاره یوځل پکار وه؛ چي فکر مو کړی وای او ځان مو پوهولی وای؛ چي تاسي په څه بشردوسته چاپیریال کي د عشق محل نه ابادوئ؛ بلکي د پښتنو په یوه سرسخته او تنګ قفس کي د ځان لپاره د دوزخ اور تازه کوئ.
نه پوهېږم، چي څومره څه مي ویلي وه؟، کله چي مي د امان غږ د غوږونو له پردو سره ټکر شو:

ــــ سمده، سمده. یارانو! اوس د دې خبرو وخت نه دی. باید د مخته تګ لپاره لاس په کار شو. اول خو باید شفق ښار ته د ځای لټوني لپاره ژر لاړ شي او په دوهم قدم کي ترڅو چي شفق راځي مونږ باید ډېر احتیاط وکړو، چي څوک راباندي شک ونکړي.
د امان د دې پرېکړي د تایید لپاره ما، یوسف او مریم ګډ د «سمده» کلیمه وویل او له ټولو سره د خدای پامانۍ په ویلو او ښار ته د تګ په نیت د امان له کلینیک نه را ووتلم.
د یادګار لپاره مي هسي یو ځل د خواږه او شرین ملګري یوسف خواته وکتل او زړه خوړلی ترې روان شوم.
شاید دا به په حقیقت کې هم زمونږ وروستنۍ لیدنه وي. شاید له هاغه وروسته مي خپل د زړه ټوټه او د ژوند مالګه له لاسه ورکړم. شاید زه بیا کله هم عاشق نشم. شاید نن زه په ظاهره د یو قهرمان، مګر د باطن له مخي د یو ناکام لقب خاوند شم.
همدې سوځېدلي احساس مي مخته څړیکي وهلې، کله مي چي د مریم کړېدلی او سلګو اخیستی غږ تر غوږو شو:

ــــ بابا! بابا! مه کوه، خیردی، بابا! بیا نه کوم.

او د اجل وهلي یوسف همدا چیغي وې چي: پرېږدئ! پرېږدۍ! زما مرۍ. د هغې هیڅ ګناه نشته. ټوله ګناه زما ده. ما مرۍ دوکه کړې او هغه مي مجبوره کړې ده، چي له ما سره مینه وکړي.

ښه وه، چي هاغه وخت کي زه د مُلا او یا هم بزګر په ځای، د یوسف مخته نه وم ولاړ؛ ګینې ما به له دې خبرې د اورېدو وروسته یوسف ته د بیا ساه ایستني وخت هم نه وای ورکړای.
د مُلا او بزګر په خدای وهلو زړونو هم د ښکلي مریم او خواږه یوسف فریادونو او زاریو هیڅ تاثیر ونه کړ. سم دلاسه یې خپلو کسانو ته امر وکړ چي دوی ته د سزا ورکولو لپاره د یو پراخ ځای په جوړولو باندي پیل وکړي. بزګر مریم له لاسه ونیول او د کلي د مسجد د ننه یې د یوې پردې شاته ودرول او د کلي څو جذبې اخیستو زلمیو یوسف له اوږو ونیوه او د اور په هیرو یې ورته ګلاب رنګه مخ تور کړ او د مسجد په هاغه لوړه برخه یې ودَرَوی؛ چي مُلا به ورباندي هر وخت اذان کاؤ. مُلا هم د همدې ځای لاندينۍ څنډه کي ودرېده او په خورا ګرمو جذباتو یې د ټولو کلیوالو په مخکي د یوسف او مریم د سنګسار کېدو اعلان وکړ او له ټولو کلیوالو نه یې د دې کار په ترسره کولو کي د پوره اخلاص غوښتنه وکړه.
پوه نشوم، چي څه یې راته غوښتل ووایي؛ خو کله یې چي یوسف د ډېرو ډبرو په ویشتلو- ویشتلو د مرګ تر وروستۍ ساه ورساؤ؛ نو عذاب خوړلي سترګي یې زما لوري ته راوا ړولې او پترۍ شونډي یې
ورو – ورو رپولې.
د یوسف د حال په لیدو مي د مریم خواته ونشوه کتلای. سخته وه، چي د خپل میني تر اسمان  ته رسېدلي، د طلایي تاج محل د ورانېدو زړه چوونکی حالت په خپلو ژوندیو سترګو وګورم.
هیڅ پرې پوه نشوم چي هاغه د پول صراط صهنه څه وخت پای ته رسېدلې وه. کله چي مي ځان لږ هوښمند احساس کړ؛ نو د مُلا د ښي لاس د هاغو درې ګوتو خواته مي ور پام شو؛ چي زما طرف ته یې نیولي وې او ما ته یې د ور تګ اشاره پرې کول.
خوا او شا ته مي وکتل. د مریم او یوسف جسدونه مي له سترګو نشول. په ګوډ او ماتو پوښو مي د مُلا خواته قدمونه ور اوږده کړل. د کلي خلګ ټول راته د دوناوي په ډول ولاړ وه. مُلا راته دواړه لاسونه اوږده کړي وه او بزګر هم د خپلي سپېرې خولې په چارچوب د مسکا پیکه خوشبو پاشلې وه.
مُلا په خپله غېږه کې د نیولو وروسته د کلي ټولو خلګو ته زه د باشَهامته او مبارز زلمي په القابو یاد کړم او خورا یې نور هم وستایلم.
مُلا له څه نمایش وروسته په لوړ غږ او د ګوتو په ښورولو خپل خبري شروع کړې:

ـــ زه او د کلي بزګرکاکا دواړه له شفق ځوان نه د زړه له تله مننه کوو؛ چي زمونږ سره یې، زمونږ د عزت په خوندي کولو او د اسلام د مبارکي فریضې په ادا‌ء کولو کې پوره مرسته وکړه او مونږ ته یې د شیطان دوه منافق لارویان په لاس راکړل.


دا چي ما به د دې کار په کولو سره ښه کار کړی وي او که بد؟ ایا یوسف او مریم ریښتیا هم شیطاني لارویان وه او کنه؟ په دې کار سره ما د مُلا او بزګر عزت ریښتیا وژغوره؟! په دې خو زه تر اوسه هم نه پوهېږم؛ مګر هالته که زما په ځای هر څوک وای، نو د خپل زړه د ګرمۍ او دوزخي لمبې ختمولو لپاره به یې همدا کار کاوه؛ ځکه چي د نړۍ پر مخ تر دې دمه هیچا هم د خپل سترګو په وړاندي، یو دوکه باز ملګری او ګندهدفه معشوقه ژوندۍ نه ده زغملې.
په اصل کي ما د خپل مور هاغه نصیحت له یاده ویستی وه؛ کوم چي تل به یې راته ویل:

یا خـو ســر وخوري او یا تاریخ تک تور کړي
اندازې نه د خارج محبت، پای ټول دوزخي دی


 
پهدرنښتونو...
2017/29/9
4:53
PM،جمعه
کاريدفتر،شهرنو،کابل