دنظامی په شعرونو کې طنزی توکي

پوهنمل محمود نظری
حکیم جمال‌الدین ابومحمد الیاس بن یوسف بن ‌ ذکي بن مؤید مشهور په نظامي گنجوي یو لوی تمثیلي او بزمي داستان ویونکی شاعر او استاد وو (اټکلاًپه کال ۵۳۷ تر ۶۰۸ ه‍.ق) یې ژوند کړی دی د پلار نوم يي یوسف او د مور نوم يي رئیسه او د نیکه نوم يي« ذکی» وو د یو روایت له مخی د هغه د زېږیدو ځای ګنجه ( آذربایجان) دی
به تفرش دهی هست «تا» نامِ او
نظامی از آنجا شده نامجو
په تفرش کي یو کلی دی د«تا» په نوم
نظامي له هغه ځايه شوی څښتن د مقام
شیخ بهایی وایي:
ز اهل تفرش است آن گوهر پاک
ولی در گنجه چون گنج است در خاک
هغه ګوهر اهل د تفرش دی پاک
خو په ګنجه کي دی لکه خزانه په خاک
هغه د تمثیلی شعر وده ورکونکی دی هغه په خپلو شعرونو کې ډیرښه تشبیهات او استعارات کارولی دی ژبه يي خوږه ، پسته ، زړه راکښونکی ده دهغه نامتو اثرونه دا دي: د مخزن الاسرار مثنوی،لیلی ا و مجنون، خسرو اوشرین، اووه پيکره، اسکندر نامه( اقبالنامه او شرفنامه) بوللې او غزلیات او داسې نور
هغه د قزل ارسلان په بلنه ګنجې ته ولاړ او هلته د دری شپيته کلنی په عمر په کال (۶۰۲ ) و مړ د هغه دیوان شل زره بیته لري چې یوه برخه يي پاته ده.
هغه چین ته هم سفر کړی هغه يې ښکلی او مرموز هیوادبللی ده، هغه د چين په انځور کې له اغراق اوغلوڅخه کار اخیستی دی هغه د ختن( دچين یو ښار د ی) د جنو په هکله وايي:

يا رب چه جمال است اين كان ماه ختن دارد؟
صد يوسف كنعاني در چاه ذقن دارد
در طاق دو ابرويش خورشيد نهان گشته
زيبا صنمي بر رخ ياقوت عدن دارد
یا خدایه دا د ختن ښکلې څومره لري ښکلا ؟
سل کنعاني یوسفه لري دننه د زنې په څاه
ددو وریځو په تاغچه کې یې شوی لمر پټ
ښکلی بت په رخسار کې دعدن لری یاقوت
غلو هم د شعر محتوا د طنز خواته کاږي هغه بل ځای وايي
گويي كه گل سرخست اندر چمني رسته
هم سرو سهي بالا، هم صحن چمن دارد
گر حسن بت از خوبي چون شهد و شكر باشد
در شعر نظامي بين، چه ذوق سخن دارد
ته به وایی سور ګل شین شوی په چمن کی
هم لوړقامته سرو هم صحن د چمن لري
که د بت حسن له ښه والی لکه د شاتو شکرو وی
د نظامي شعر ووینه چې څه ذوق دسخن لري
هغه مهال په ا‌ذربایجان کې رمانتیک شعرونه دود وه بیا لطیفې ، هزلونه او نیوکې دود شوی او وده يې وکړه . په نولسمه پيرۍ کې هزلي شعرونو ډیر قوت واخیست چې د بابابيگ شاعر، ميرزا باخيش نادم او قاسم بيگ نوم اخیستلی شو چی هغوی فولکلوریکي لطیفي تر سیاسي هزل تر پوړه ورسولې، چې موضوع يي په خانانو ، ریا کارو او یاغی لوړ واکو وه
نظامی د طنز کلمه ډیره کارولې ده خو نه دنننۍ طنز په مانا هغه په دی لاندې شعر کي طنز ملنډې بولي او وايي
 
سایه که نقیصه ساز مرد است
در طنز گری گران نورد است
طنز می کند و ندارد آزرم
چون چشمش نیست کی بود شرم
سیوری چې دسړی ښيي خامی
په ملنډو کله لنډ کله اوږد شي
ملنډی وهی او نه ګڼې ځان ګرم
ځکه سترګې نه لري چې ولري شرم
نوربیا