نوى كال اولغمانيانوته دولسمشر ډالۍ

ساحل كڅوال
afghanhiwad@yahoo.com
خلك وايي چې په اخترونو،براتونو اوهمدارنګه نورو ځانګړيو ورځوكې يوبل ته تحفې اوډالۍ وركول ښه وي ،دخلكوپه زړونوكې يوله بل سره مينه،محبت اوعاطفه زياتېږي ،خوپه دې ځينوورځوكې بيالكه نوروز يانوى كال دې ورځولمانځل او په دې ورځ يوبل ته ډالۍ اومباركۍ ويل اسلام جداً منع كړي دي اوددې كاردكوونكيودمخنيوي امريې هم كړى د ى .
زموږ ملاامامان ،خطيبان ،سپين ږيري اودقومونو مشران دې هم خير يوسي چې په داسې ورځوكې ددې كارمخنيوى كوي ،خپلې ټولې هلې ځلې په كاراچوي او غواړي چې خپل ايماني او وجداني رسالت ترسره كړي ،خو ددومره تبليغاتواو مسئلوسره سره بياهم دهېواد ولسمشرښاغلي حامدكرزي دلغمان شريفو او متدينوخلكوته يوه داسې ډالۍ وركړه چې له سپارلوسره سم به يې له ځانه سره داسوګندهم يادكړي وي چې په داسې غضب باندې به مو واړوم چې نه موترې سرخلاص شي اونه پښې.
درنو لوستونكيوداچې خبره رانه زياته شواړه نشي چې ستاسو دحوصلې له توان څخه بهروي رابه شو اصلي موضوع ته چې پدې مسئله كې دولسمشرڅخه يوې كليشوي تېروتنې ته نغوته كوم چې په دې ورځوكې ده يوځل بياخپل پخوانى عادت (خوى ) وكړاو دلغمان ولايت لپاره يې يوبې سوادمطلق،بداخلاقه ،ناكاره،غل اوپه هرراز فساد ككړ شخص دوالي په حيث معرفي كړى دى ، دننګرهارولايت دپوهني پخوانى رئيس اقبال عزيزي يادوم دى په دې وروستيوكې دلغمان ته دوالي په صفت استول شوى دى.
نه پوهېږم چې ولسمشرڅه غواړي په ثبوت ورسوي چې دى هروخت داسې يوشخص دسرپرست په توګه په كارګماري چې هېڅ دهغه پوست وړتيانلري،اوداكارترزياتې اندازې پورې په هغو سيموكې تكرارېږي چې پښتون مېشتې دي ښاغلى عزيزي زه پوره نه پېژنم اونه مې دهغه بيوګرافي لوستې ده اونه په دې خبريم چې بيوګرافي به لري اوكنه خوكله چې په ننګرهاركې دپوهني ددښمن نه رښتيادرئيس په توګه په دنده وګمارل شوه دده په اړه مې واورېدل چې اصلاً دپكتياولايت څخه دى اوپه خټه پښتون دى خو دپښتنو بلادې ورواړوي،زه دده له ځينوداسې كارونو څخه خبرشوى يم چې ديوه مسلمان او افغان خولاپرېږده چې ديوه انګريزاوبې دينه سره هم نه ښايي راځئ چې دده ښاغلي پريوڅوكارونوځغلنده كتنه وكړو اوله هغې نه وروسته بياقضاوت وكړوچې اياپه رښتياهم داسې شخص دولايت ياكوم بل بست كې په دنده ګمارل ښه يومنصفانه اوپرځاى كاردى اوكه له ولس او هېواد سره ملي خيانت ؟
۱_ داچې عزيزي اصلاً دپكتيادى نوكه په ده كې دومره اهليت واى چې خلكوپكې يوڅه كاري وړتيالېدلې واى نو اول خوپكتياوالودى نه پرېښوده چې له هغه ځاى څخه راوتى واى خوله بده مرغه بايد ووايم چې په ده كې خلكودوه توته فايده هم ونه ليده،ځكه چې حساب خلك پرهغه چاباندې كوي چې حداقل يوڅوټكي تعليم خوولري اوپه يوڅه خو وپوهېږي ،نوپه هغه چابه څوك څه وكړي چې الف يې هم په ځيګركې نه وي ،له هغه څخه به څوك څه زده كړي ،خوبياهم له دومره بې سوادۍ اواخلاقي فسادونوسره سره دا بلا دننګرهاريانو پرسرنازله شوه،رښتياده چې وايي اوس بې واسطې څوك جنت ته هم نشي تللاى نو عزيزي هم دملي محاذ لخوا په يوه غټه اوغوښنه واسطه درياست پرڅوكۍ مېخ شواوله مقررېدوسره سم يې خداى مل شو او په سره اوړي كې يې غوا لنګه شوه،عزيزي صيب دخپلې پخوانۍ دندې پر وخت دمعارف په برخه كې له ښوونځيو او زده كوونكو سره پوره زړه سوى درلود. دموسسو مرسته شوي كتابونه، قلمونه، كتابچې او داسې نور، پر ځاى ددې چې پر زده كوونكو او ښوونځو ووېشي په خپلو قرار دادي هټۍ والو پلورل. زه داخبره په دې ډاډ كوم چې تېر كال د شېرزادو ولسوالۍ ښوونځيو ته په ډېره زياته اندازه ۵۰كيلويي بورۍ غنم چې د يوې مرستندويه موسسې لخوا دزده كوونكو په نامه مرسته شوي ول په رڼا ورځ لوى بازار كې وپلورل.
له ښوونځيوسره مرسته شوې غالۍ،كړګۍ ،دروازې اوسترنجۍ ګانې به ده خپل كورته وړلې ،اوكه كله به كوم معلم ياسرمعلم په دې برخه كې نا رضايتي وښودله او مخالفت به يې كاوه نو هغه به منفك كېده .
بل داچې دڅوموټروچارتراش لرګيوامريې له ډولكي مار،سازنده اوپه هرقالب كې جوړ والي څخه دمكتبونودچتونو،دوازواوكړكيوپه نوم واخست ،خو هغه چارتراش بياپه تجارانوباندې هرموټرپه درې اوڅلورلكه افغانيو وپلورل شول ،اوپيسې يې دعزيزي ،صديق پتمن او دده د وخت رئيسانو اومديرانوپه جېبونوكې واچول شوې ،كومې پروژې به چې په ننګرهاركې دښوونځيودجوړولوپه خاطرمنظورې شوې نوپه هغوكې به نيمايي برخه دمعارف درئيس وه اوكه داسې به ورسره ونه منل شوه نو هغه پروژه به بنده شوه اويونه يومشكل به يې ورته پيداكړ،همداوه چې دعزيزي دخپلو شخصي ګټو لپاره په ننګرهاركې له يوسل اوپنځوسوڅخه زيات ښوونځي له جوړولواو ودانولوڅخه بې برخي پاتې شول .
ملګرودعزيزي يوبل غټ دبې غيرتۍ اوبې پښتوكارداوه چې دمعارف په چوكاټ كې له ځينوښځينه اوځوانوښوونكيوسره په بدلمنۍ هم تورن شوى دى ،او څوځله بالفعل نيول شوى هم دى خوبيادهغه نفرخوله دپيسوپه بدل كې تړل شوې ده اوغټه تيږه ورباندې ايښودل شوې ده ،اقبال عزيزي په ننګرهار كې هغه كارونه وكړل چې سترګې يې په ليدلو،خوله يې په ويلو،اوګوتې يې په ليكلوباندې شرمېږي ،خوتاسوباوروكړئ چې زه پدې دومره خوشحاله شوى يم چې داكثيف دانسان په جامه كې حيوان خداى دننګرهارد شريف ،پتمن اوباعزته ولس له سره كم كړ.خو افسوس پدې راځي هغه متل دى چې له باران نه تښتېدمه اودناوې لاندې مې شپه شوه .
اوس دا بلايوځل بيادداړه مار،لوټمار،غل ،متعصب ،چې دتصب چل هم نه ورځي اولكه دلړم دبچي په څيربېرته خپله مورخوري ،بې نزاكته، دبشريت دښمن ولسمشركرزي لخوا بياله خپل ټول زړوړ پرسونل سره چې له ده سره به يې دجوال دخولې په نيولوكې مرسته كوله يوځاى دلغمانيانوپرسرنازله شوه ،او دلته خويې اوس صلاحيت هم زيات شوه اوس به نوكه په ننګرهاركې يې خلك پخول نو دلته به يې اومه خوري اودملت په مال اوجايدادونوبه ښه داخپله تنورخېټه وپړسوي .
نو زه دلغمان ولايت درنو،علم دوسته اوشهيدپرورو ولسونوته ديوه ورورپه صفت مشوره وركوم چې هرڅنګه كېږي له دې بلاڅخه ځان اوخپل هېوادوال وساتئ ،مخه يې ونيسئ ،ځكه كله چې يوڅوك په يوه رياست كې ،له ولسونوسره چل ،فريب ، غلا، لوټماري، بې وفايي ،ناوړه اعمال......ترسره كوي نوتاسوڅه فكركوئ چې همغه شخص به دولايت له څوكۍ څخه څه ډول استفاده وكړي ،درنولغمانيانووروڼوداقبال عزيزي مثال دډنډهغومردارو اوبوته ورته دى چې كله يوڅوك دهغو مردارو اوبوپه څنګ كې تېرېږ ي نو خپلې جامې سره راټولوي ترڅوپه دې اوبوچټلې نشي نو اوس موږاوتاسوبايد له دې اوبوڅخه ځان وساتو.