 
        	    
                    
                                    
                    افغانستان او چین هیوادونو د نوري فابیر مزي غځولو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر شهزاد اریوبي وایي چې نوموړی هوکړه لیک د افغانستان په استازیتوب په چین کې افغان سفیر جانان موسی زي له چیني چارواکو سره لاسلیک کړی دی.
نوموړی مزی چې د واخان له لارې به تر فیض اباده وغځیږي د اریوبی په وینا ۴۵۰ کلیومتره به د افغانستان په خاوره او ۱۰۰ کیلو متره د چین په خاوره کې غځیږي چې ۵۰ ملیونه ډالره لګښت به ولري.
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								