
هیما میلاني یوه له هغو څو پخوانیو اکټرانو څخه ده چې یوه زمانه کې یې د هندي سینما د مینوالو په زړونو راج کاوه او اوس هم ګڼ مینه وال لري.
نوموړې په اویایمه او اتیایمه لسیزه کې د هند د سینما په ډیرو مشهورو فلمونو کې مخکښ رول لوبولی و او د سینما مینه والو ” خیالي نجلۍ“ بلله.
خو هیما ملیاني وايي کاش په اوسني وخت کې اکټره وی. نوموړې چې اوس ۶۸ کلنه ده، په یوې تازه مرکې کې ویلي ”هغه وخت موږ ته په فلمونو کې د کارکولو له کبله چا ډيرې پیسې نه راکولې او د اوسني وخت د اکټرانو په مقایسه په هغه وخت کې موږ ته راکول کیدونکې پيسې هیڅ نه وې.
خو نوموړې ویلي بیا هم له دې کبله ډاډه ده چې هغه څه چې یې شل، دیرش کاله مخکې ترسره کړي اوس هم له دې سره مرسته کوي.
هغې د خپلې زمانې د سینمايي اکټرانو او اوسنیو ځوانو اکټرانو تر منځ د مقایسې په اړه وویل:
” دوی ځوانان دي او غواړي خپل وخت ښه تیر کړي. زه هم هغه وخت همداسې وم. تعهد په ځوانانو کې د عمر په تیریدو رامنځ ته کیږي. کله چې زموږ عمرونه پاخه شول، ورو ورو مو درک کړه چې موږ باید د ټولنې او خلکو لپاره هم یو څه وکړو.