د ښاغلي مصطفی عمرزي د لیکنوپه اړه څو کرښې!

محمد آصف خواتی

د ځوان او هڅاند لیکوال قدرمن عمرزی د لیکنو څخه بریښي چې نوموړی پدې هڅه کې دی چې د افغانستان د روانې غمیزې د ریښو تل ته ځان ورسوي، د افغانستان د تاریخ د مسخه کولو عاملین په ګوته کړي، واقعیتونه درک او هغه په پوره صراحت او میړانې سره بیان کړي او په لیکنوکې یې د وطنپالنې لوړ احساس له ورایه څرګنددی. که څه هم د افغانستان د روانې غمیزې په راتګ، ژوریدو او پراخیدو پوهیدل خورا ستونزمن کار دی، ځکه چې ریښې یې باید د افغانستان په هکله د زبرځواکونوپه تګلارو، دسیسو او استخباراتي لوبو کې ولټول شي. خوکه پدې اړه بې پرې او مسئولانه څیړنې وشي تر یوې کچې پورې دا شونې ده چې پر هغو وپوهیږو.
سره لدې ښاغلي عمرزی د ډیری لیکوالو په شان د بت او اتل جوړونې په فکرکې نه دی، د حقایقو د تحریفولو په لټه کې نه دی، د هیواد پرونیو او ننیو پیښو او قضایاووته د سیاسي توجیهاتو د موندلو سره بالکل پردی دی، نوموړی سیاسي شوی لیکوال نه دی، هغه څه چې د یوه ژمن څیړونکي څخه یې تمه کیږي.
د ځوان عمرزي د لیکنو څخه دا پته راته ولګیده چې له نیکه مرغه ځوان نسل مو لکه د ډیری پاخه نسل لیکوالو او څیړونکو په شان سیاسي- ټولینزو او تاریخي پیښوته د خپلو سیاسي او عقیدتي باورونو له کړکۍ نه ګوري چې دا یو مثبت پرمختګ او ښه زیری دی. ښه بیلګه یې د نوموړي وروستۍ لیکنه (جنایاتې که فراموش کرده ایم) ده چې په پوره صراحت او واقعبینۍ سره یې د شوروي او ننیو اشغالګرو د پښتون دښمنه ستمي لاسپوڅو خاینانه کارنامو، نخښو او هڅوته ګوته نیولې چې د دې هیواد د ستر قوم او توکم په وړاندې یې ترسره کړې دي. دا ړوندقومي تعصب نه، بلکې د ملي- افغاني تفکرڅرګنده بیلګه ده چې نه ښایي د یوه هیواد دځانګړي قوم او نژاد د فزیکي له منځه وړلو هڅه وشي او یا قومي، نژادي، مذهبي او سمتي دښمنیو او بیلوالي ته لمن ووهل شي. د محترم عمرزي په شان لیکوالو قلم دې تل تاند وي.