یو پاکستانۍ په ۵ میاشتی کې ۷ میړونه کړی

په پاکستان کې د ثناء په نوم يوې نجلۍ په ٥ مياشتو کې ٧ میړونه کړي او له واده وروسته بيا له ټولو تښتیدلې ده، تر څو ځان ته بل میړه پیدا کړي.
دا نجلۍ ١٨ کاله عمر لري، چې د پاکستان پوليسو په سرګودا کې نيولې ده.
دې نجلۍ هر ځل چې له چا سره واده کړى، له واده وروسته يې د خپل میړه شتمني غلا کړې او ځان يې نادرکه کړى دى، خو له ٧ میړونو وروسته بالاخره هم پوليسو دا نجلۍ په سرګودا کې ونيوله.
ثناء به د واده لپاره پوره پلان جوړاوه، چې په دې لړ کې يې د ځان لپاره جعلي مور و پلار هم پیدا کړي و، چې هغوى به ورسره په دې هر څه کې شريک ول او د لوټ شوي مال يوه برخه به يې هغوى ته ورکوله. پوليسو د ثناء جعلي موراو پلار هم نيولي دي.
د پاکستاني پوليسو په وينا، چې د ثنا له نيول کیدو وروسته اووه کسانو عريضه کړې ده او له ثناء سره يې د واده نکاح نامې له ځان سره راوړي او دعوه يې کړې، چې ترې يې سره زر او نغدي پيسې غلا کړي دي.