
د پاکستاني فلمونو مشهوره ستورې ماهره خان په نيويارک کې د هندي فلمونو د مشهور ستوري رنبير کپور سره ليدل شوې ده، نوموړې نه يواځې دا چې په نيمه شپه د نيويارک په سړکونو سيګرټ څکول، بلکې نيمه لوڅه هم وه.
د ماهره خان انځورونه چې په ټولنيزو رسنيو خپاره شول، نو د خلکو غوسه يې راوپاروله. ماهره خان په نيويارک کې داسې کالي اغوستي، چې نيم بدن يې لوڅ ښکاري او د رنبير کپور سره يو ځاى، سيګرټ څکوي.
دې انځورونو د خلکو غوسه هغه وخت راوپاروله، چې يو خوا پاکستان د اسلام په نوم د جوړېدو دعوه کوي، د جهاد ټېکيداري کوي او بلخوا پاکستانيان داسې غېر اسلامي کارونه ترسره کوي. پاکستان هغه هېواد دى چې تل يې په افغانستان کې د جنګ لپاره خلک روزلي دي او دا خلک يې ټول عمر د جهاد په نوم افغانستان ته رالیږلي دي، تر څو دلته بې ګناه افغانان په شهادت ورسوي او افغانستان لوټې لوټې کړي.