له ويده کيدو مخکې د موبایل کارول  ډېر خطر لری

له ويده کيدو مخکې د موبایل کارول د ډېرو روغتیايي ستونزو لامل کیدای شي؛ په ځانکړي ډول د چاغ والي، د وزن زیات والی او په بدن کې د انسولينو او شکراختلال لامل کيږي.
ډاکټر دانيل سیګر، په یوه وېډیو کې چې د «بزنس انسايډر» وېبپاڼې خپره کړې، وايي، چې د کمپیوټر، ټابلیټ او یا د موبایل پرده د «وتنز»د رڼا کوچنۍ وړانګې لري،  دغه وړانګې دماغو ته پیغام استوي چې د خوب وخت لا تراوسه نه دی راغلی، له همدې امله انسان تر ډېرې مودې ويښ او یا خبردار وي.
ډاکتر زیاتوي، چې ایله ۵ سلنه خلک کيدای شي له دغو منفي اغېزو څخه په امن پاته شي او نور يې د خوب د کمبود له ستونزې سره مخ کیږي.