انترويو



سهرو ختي مي پاك كالي واغوستل د سر په ويښتانو مي ګوتي ووهلي او له كوره ووتلم. په زړه كې خوښ ووم ځكه چې دا دنده زما د مسلك سره سم اعلان شوي ؤه. هوا ډيره سړه وه په اتوبجود موسسي (NGO) مخې ته، چې د پوستونو اعلان يې كړى ؤ ورسيدم خپل اسناد هم را سره ؤ نن ورځ د انترويو يا (مركي) وه چې د موسسي له رئيس سره مي د وظيفي لپاره كوله زما څخه مخكي دري- څلور تنه نور هم زماپه څير په انتظار ولاړؤ د موسسي چوكيدار به ديوه- يوه نوم چې اخيستلو هغه به داخل ته ورغي. په دي وخت كې يو ځوان په انګريزي ژبۀ كې راته وويل هيلو او ترڅنګ مي كيناست په داسې حال كې چې د سرويښتان يې د لاس په ګوتو له سترګو لري كول په خبرو يې پيل وكړ او راته يې وويل چې داده زما (سي وي) له پوهنتون څخه فارغ يم او څلور كاله په مختلفو موسساتو كې مي كار هم كړى دا هلك ماته په خبرو ليګاؤ خو زه په دي فكر كې وم چې څنګه دا هلك چې 18 يا 19 كاله عمر لري بيا له پوهنتون څخه فارغ شوى او څلور كاله يې دنده هم اجرا كړي ده خبرو يې بيخي ګنګس كړم زه په دي سوچونوكې ووم چې چوكيدار غږ كړ زما نوم يې واخيسته په ډيره خوښي او منډه ورغلم چوكيدار د انترويو اتاق ته بوتلم د سلام څخه وروسته مي اجاز و غوښته دوه تنه پا اتاق كې ناست ؤ يو د سر په اشاره د كيناستلو بلنه راكړه دوى ته مخامخ په چوكي كيناستم، او بيا يې راته وويل چې خپل ځان په مكمله توګه ور وپيژنم زده كړي او هم كاري تجربه كله چې ما په خبرو پيل كاوه يو تن د څه كار لپاره له خونې د باندې ولاړ ما خپله پيژندنه پيل كړه دوهم تن چې زما په ګمان د موسسي رئيس به ؤ د تلفون زنګ راغى رئيس په تلفون كې وويل بلي بلي په دواړه سترګو هيڅ فكرمه كوه سي وي ته هيڅ حاجت نشته دوه پوستونه خالي دي يوه به ته را سره وي په دي وخت كې زما زړه په درزيدا پيل وكړ. بيا رئيس په تلفون كې زياته كړه خاطر جمع اوسه موږ د ښځو لپاره ترانسپورت په نظر كې نيولى سبا به موټر دروليږم رابه شي او خپل قرار داد پاڼه به لاسليك كړي بلي هو د خداي په امان خاطر جمع اوسه د خداي په امان د رئيس له خبرو دومره پوه شوم چې دتلفون په مقابل طرف كې كومه ښځه وه او مقرره شوه كه څه هم لږ وارخطا وم خو بيا هم ځانه ته مي ډاډګيرنه وركوله چې يو پوست خو لابل شته چې خالي دي ګوندي مقرر شم.
په دي وخت كې رئيس راته وويل ځان دي راوپيژانده ما ورته وويل بلي هو رئيس بله پوښتنه رانه وكړه پوښتنه راته ډيره آسانه ښكاره شو او په ځواب مي پيل وكړ چې يو ځل بيا د رئيس تلفون په شرنګا پيل وكړ زما رنګ نور هم واولوت رئيس تلفون پورته كړ او په خبرو يې داسې پيل وكړ ((سلام ډيره موده وروسته دي زنګ وكړ څه حال او احوال دي خاطر جمع اوسيږه زه كه ستاسو څخه ليري په بل ولايت كې رئيس يم خوله ياده مي نه يې وتلي هو، بلي بلي ولي نه زه خو دلته چې رئيس يم ستاسو خپلو او خپلوانو لپاره يم هيڅ غم مه كوه. بس زوي دي همدا سبا راوليږه چې مقرر يې كړم، بيا بۀ مي خوښينه راڅخه خفه وي بلي هو خاطر جمع اوسيږه د خداي په امان)) رئيس تلفون پر ميز كيښوده او ماته يې وكتل راته ووي ويل تا دپوښتني ځواب راكړ ماورته وويل هو ما ځواب وركړ خو... په دې وخت كې رئيس زما خبري پري كړي او ويي ويل ځه لاړشه بيا كه كامياب شوي خبر به دركړو ما خپل اسناد د ميز له سره په داسې حال كې را واخيستل چې رئيس هيڅ پام هم ورته نه ؤ كړي او له اتاقه را ووتم په دي وخت كې د موسسي چوكيدار د بل يوه نوم واخيسته چې انترويو ته ورشي.