فضیل بن عیاض رحمة الله وایې چې ما د صبر چل له کوچنې ماشوم څخه زده کړ هغه
داسې چې یوه ورځ په لار روان وم یوی تورسرې خپل وړوکۍ زوی وهلو هلک ډیرې بدې
چیغی وهلې ناڅا په هلک د تیښې لار وموندله او د سترگو رپ کې له خپلې مور څخه
وتښتید زه دخپل کار څخه فارغ شوم بیرته په همدې لار را روان شوم که گورم چې هلک
د خپل کور دروازه ټکوي خومور یې ځنځیر کړي وه ښه ډیره یې وټکوله وروسته هلک ته
خوب ورغی او د دروازې په خوله کې ویده شووروسته یی د مور زړه ورته وسوزید
اودروازه یې ورته خلاصه کړه که ګورې چې زوی یی په خاورو کې ویده شوی موریې
کلک په غیږ کې ونیو په سر یې ښکل کړ او کور ته یې یووړ نو فضیل بن عیاض دومره
ورته وژړل چې ږیره یی په اوښکولمده شوه اوبیایې وویل کاش مونږ د خپل رب د توبې
دروازه همداشان وټکوو ترڅو چې زمونږ توبه قبوله شوي نه وي بیرته ستانه نه شو او
حال دا چې د کایناتو خالق تر مور او پلار ډیر مهربانه دی یا الله زمونږ توبه قبوله کړې.
وروستي