قال رسول الله(ص): لیس من یوم یأتی علی ابن آدم الا ینادی فیه: یا این آدم، انا خلق جدید، و انا فیما تعمل غدا علیک شهید فاعمل فی
خیرا اشهد لک به غدا، فانی لو مضیت لم ترنی ابدا.
ژباړه: رسول الله(ص) فرمایلې دي: پر بنی آدم(انسان) باندې هیڅ ورځ نه راځي مګر ده ته پکې آواز کیږي: ای د آدم زویه زه(ورځ)
یو نوی مخلوق یم اوته چې څه کوې سبا زه په هغه باندې ګواه یم نو په ما کې نیک عمل وکوه سبا به زه ستا لپاره د هغه نیکي ګواهي
ووایم او چې زه یو ځلې لاړم بیا به مې بالکل ونه وینې.
هو، وخت همداسې دی!
چې تیر شي بیا نه راځي، که څه هم د نړی ټول قوتونه او طاقتونه سره راټول شي بیاهم دیوې دقیقې تیر شوي وخت په راګرځولو
باندې قادر ندي اونه څوک پدې باندې قادر دي چې یوه دقیقه وخت وړاندې کړي، بلکه دا هر څه د الله(ج) په نظام سره چلیږي وخت
ژوند دی، د وخت ضایع کول د ژوند ضایع کول دي.
دانسان د پیدایښت د لحظې څخه د هغه تر مرګ پورې دا غزیدلی لوی نعمت الله(ج) انسان ته ددې لپاره ورکړی دی چې کار ورڅخه
واخلي.
امام ابن قیم(رح) فرمایې: انسان ته چې کوم آفت رسیږي نو سبب یې د وخت ضایع کول دي او د زړه خرابیدل دي او دا د الله(ج) په
وړاندې ددې انسان دخیر برخه ضایع کوي او د الله(ج) په و ړاندې ددې انسان درجه ښکته کوي.
وخت یوه ارزښنتاکه مرغلره ده، که مونږ له خپل ژوند سره مینه کؤ باید چې د وخت ارزښت هم وپیژنو، دخپل وخت همیشه په
بهترینه طریقه استعمال کړو ځکه بریالیو او ناکامو خلکو تر مینځ واحد فرق صرف د وخت استعمال دی.
کامیاب ژوند د کامیابو ورځو تسلسل دی. هره ننی ورځ دپاتې ژوند لومړنی ورځ ده بهتره داده چې د نن ورځ کار نن وکړئ او صبا
ورځی ته یې پری نږدی، که مشکلات هرڅومره ډیر ولې نه وي خو بیا هم خپل وخت په مؤثره توګه استعمال کړئ.
وخت د چا انتظار نه کوي، هر څوک چې خپل وخت برباد کړي هغه به تل د خپلو هیلو سره هر ځای برباد ناست وي.
وخت د دولت په شان دی چې اسراف په کې رواه نه ده، وخت یوه ارزښتناکه خزانه ده او دا خزانه دتاسو ټولو سره موجوده ده عقلمند
انسان هغه دی کوم چې خپل وخت سم استعمال کړي.
امام رازی(رح) به فرمایل: زما دي قسم وي زه د خوراک په وخت کې د وخت په ضایع کیدلو خفه کیږم ځکه دا وخت ډیر ارزښتمند
شئ دی دا باید ضایع نه شي.
حضرت جلاالدین القاسمي (رح) به فرمایل: کاش چې وخت خرڅیرلی ما به اخیستی ؤ.
حضرت عبدالله ابن مسعود(رض) فرمایې: زما هغه کس بد ایسي چې زه یې فارغ وینم نه څه د دنیا کار کوي او نه دآخرت.
حقیقتا چې د انسان وخت د هغه عمر دی او همدایې د ابدي ژوندون ماده ده په دایمي نعمتونو کې او یا یې په دردناک عذاب.
هو، وخت همداسې دی......
له ګمنامۍ پیل کوو، وروسته مشهوریږو او تر هغه وروسته په قبرونو کې تر خاورو لا ندي کیږو.
وروستي