د خوراک پسې سمدستي چای څښل زیان لري

یو امریکایی په یو راپور کې وويل چې خوراک پسې سمدستي چای څښل ډير زیانونه لري او باید لږ تر لږه تر دېرشو دقيقوڅښاک ونه شي.
 راپور کې راغلي چې بدن ته بايد د وسپنې د جذبولو فرصت ورکړل شي. وسپنه په شنو سابو، لوبيا، دالونو، فاصلې، ماهي، چرګ، غوښه او غنمو کې پيدا کيږي. کله چې انسان غذا وخوري نو بايد معده پرېښودل شي، خوراک هضم کړي او بدن ترې خپله وسپنه واخلي.
خوراک سره يا ورپسې سمدستي چای د غذاء ګټي له منځه وړي او بدن نه شي کولای مطلوبه اندازه قوت واخلي.