کافي څښل عمر زیاتوي

د تازه څیړنو له مخی کافي څښل د انسان عمر زیاتوي.
دغه څیړنه د هسپانیې کې په یوه علمي کنفرانس کې وړاندې شوې ده. او کنفرانس کې بعضی پوهانو وویل چې کافي څښل نه یوازې د انسان عمر زیاتوي؛ بلکې به انسان د ناروغیو د اغیز په کمولو کې هم مرسته کوي.
څیړنه کې ویل شوي چې کافي څښل په ناڅاپي مرګ کې ۲۲ سلنه کموالی هم راولي.