کم خوب کول دماغ ته ډیر زیان رسوی

تازه څیړنې ښيي، چې له کافي اندازې لږ خوب کول د انسان دماغو ته دومره زيان اړوي لکه شراب يې چې اړوي. دا خبره کانډا کې له شوې يوې طبي څېړنې وروسته معلومه شوې ده.
هسې خو لږ خوب د چاغښت، پشار، د زړه د حملې او ګوزڼ په څیر ناروغيو سبب هم ګرځي، خو اوس څرګنده شوې ده، چې کم خوب کول دماغو ته هم ډېر زيان اړوي.
څیړنه دا ښایی چې په شپه او ورځ کې ۱۸ يا له دې ډېر ساعتونه ويښ پاتې کیدل پر دماغو داسې اغیز غورځوي، لکه د شرابو نشه کې چې د انسان د ډوبیدو له کبله رامنځته کیږي.
څیړنې څرګنده کړې ده، چې کله کله انسان د شپږو ساعتونو يا له دې هم کم خوب له کبله کوم ښکاره اغیز نه ګوري، خو دا يې د بربادۍ لامل ګرځي.