غزل


ستا په جدايي كي لا زوندى يمه جانانه
سوى په سكروټو سفلنى يمـــــه جانانه
ما بــــــه در كتل خو تا به نه راتـــــه كتل
اوس دې په ديدن پسې لېونى يمه جانانه
دا شپې د جدايي به هم خداى تېري كړي
ډېر دې و ديدن ته ګړندى يمـــه جانانــــه
چي تصوير دي كړم راپورته ورته وزاړم
ستا له جدايي په زړه سورى يمه جانانه

محيب رحمتي