د بهرنیو اسعارو د چلښت مخنیوی څنګه وکړو؟

د  پیسو ثبات د اقتصاد په علم کې یو له مهمو مسایلو څخه ګڼل کيږي ،په پیسو کې تغیرات یا نوسانات د عرضې او تقاضا پورې اړه لري که د پيسو ثبات د اجناسو او خدمات د تعادل له مخې رامینځته کيږي که د اجناسو او خدماتو او د پیسو د عرضې تر منځ تعادل له منځه لاړ شي نو  پيسې خپل ثبات له لاسه ورکوي .
خو له بده مرغه په هېواد کې د پیسو له ریفورم څخه تر نن د افغانیو د ارزښت په ساتلو ، دودولو ، راکړه ورکړه کې بېغوري تر سره شوی ده .اوسمهال چې افغانۍ تر ټول بد حالت سره مخ ده یوازې  او ارزښت يې ورځ تر بلې د ټیتیدو په حال کې ده ډېر سببونه لري چې ځينې  يې د تیر ولسمشر په وخت کې ول او ځينې په هېواد کې د ملي يوالي حکومت په رامنځته کیدو سره رامنځته شوي په ټولیز  په دې ډول دي : په ټول هېواد کې د افغانیو نه چلښت ،لوړ دولتي لګښتونه ،په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه ،په نړيواله سوداګرۍ کې د ډالرو کارول ، په هېواد کې  قرار دادونه په افغانیو نه ترسره کول ، د ثابتو شتمنیو رانیول ،بودجې کسر،د کاذب اقتصاد شتون ، د سوداګرۍ  د بیلانس کسر،بې ځایه استخدام،له هېواد څخه د اسعارو وتل،د پانګونې کچه ټيټیدل، له هېواد څخه د نړیوالو ځواکونو وتل ، په اسعار د څار نشتون ،بد روانې حالت شتون ، د اقتصادي وضعیت په اړه ښه نظر نه لرل ،مرکزیت له لاسه ورکول ،کډوالي ،په کوچینو معاملاتو کې د اسعارو کارول ، په افغانیو بې باوري او د اسعارو ساتل ،رسنیو پروپاګند، د پانګې نه جوړښت ،په مالي نطام نه حاکميت ، سياسي ،ټولنيز او نظامي بد حالت رامنځته کيدل دا دې ته ورته یو شمېر نورو عوامل دي چې په تیرو څوارلسو کالو کې ورته پاملرنه ونه شوه چې اوس افغانۍ  ارزښت له لاسه ورکړی دی .
زموږ لپاره د پيسو د ارزښت ساتل ولې ډېر مهم دي اساسي سبب يې دا دی چې موږ  یو وارداتي هېواد یو  او موږ چې کله وارداتو کوو نو باید زموږ د پيسو ارزښت لوړ وي تر څو ډېر توکي پرې وارد کړو .یوه خبره د یادونې وړ ده چې ډېری خلک داسې فکر کوي چې د تیر ولسمشر په وخت کې افغانیو مصنوعي ارزښت ساتلو اوسمهال حقيقي ارزښت دی . خو داسې نه ده افغانیو د مجاهدینو له دورې وړاندې حقیقي ارزښت لرلو له هغې څخه راوروسته تر ننه حقیقي ارزښت  نه لري ځکه د ډالرو د پمپ په وسیله يې تر اوسه دا ارزښت ساتل شوی دی . ځکه د منطق له مخې خبرې وکړو نو زموږ په 18 ولایتونو کې افغانۍ شتون نلري نو بیا خو تقاضا ورته شته واردمخه افغانۍ په بازار کې د کمښت سره مخ ده نو ولې ډالر بازار ته عرضه کېږي چې افغانۍ راټولې کړي  یا موږ ته معلومات نشته چې هېواد مو څومره پيسو ته اړتیا لري نو ولې افغانۍ له اړتیا څخه ډېره بازار ته عرضه کېږي خو حقیقت دا دی چې هېواد مو په اقتصادی لحاظ پياوړی نه دی اوسمهال موږ  له رکود سره مخ یو .
د افغانیو د ثبات ساتلو لپاره باید په لویه کچه یانې د ملي اقتصاد په کچه پلان ونیول شي چې په دې کې د ماليې وزارت، اقتصاد وزارت، کرنۍ وزارت،کانونو وزارت ، سوداګرۍ او صنایعو وزارت ، اوبو او بريښنا وزارت،په افغانستان کې د خصوصي پانګې اچونې اداره او د افغانستان بانک  سره راټول د هېواد اساسي اقتصادي ستونزې سره مطرح ، پلان جوړ او د هغې له مخې خپلې کړنې ترسره کړي یانې ټول سکتوري وزارتونه او ادارې سره راټولې په لویه کچه د هېواد د اقتصادي  سرچینو په نظر کې نیولو سره د اقتصادي پرمختګ لپاره  پالیسي جوړه کړي په همغږې مخ ته یوسي تر څو په هېواد کې اقتصادي ثبات رامنځته شي .
په دویمه برخه کې  د افغانستان بانک چې د هېواد مرکزي بانک په توګه دندې ترسره کوي د هېواد ټولې مالي ادارې تر خپل څار لاندې راولي  د مالي سیستم  لپاره چوکاټ جوړ کړي . د چوکاټ په داخل کې د ټولو  مالي ادارو کړنې تر غور لاندې ونيسي وخت په وخت يې څارنه وکړي .  په هېواد کې تولې راکړې ورکړې (کاروباریان، صرافان، دولتي ادارې،د ځمکو اخیستل ،خرڅول ،کرایه ګروي او عامو وګړو باید په خپلو چارو کې افغانۍ وکاروي ،د افغانۍ د کاورنې ساحې پراخول  ،يوازې په ډالرو تکیه نه کول  ، د بازار د اړتیا سره سم د پیسو نشرول ، په لویو قراردادنو کې د افغانیو کارول ، پر بهرنیو اسعارو بنديز یوازې د افغانستان بانک او جواز لرونکو له خوا د تبادله صورت نیول،د افغانیو )په افغانیو ترسره شي ، کارولو کې باید له احتیاط څخه کار واخیستل شي ، له هېواده د بهرینو اسعارو وتل،په نړیواله سوداګرۍ کې د افغانیو کارول ، د پیسو د مناسبو سیاستونو کارول، د سوداګریز بانکونو له لوري د پورونو د ورکړې څار او د بازار د اړتیا پر اساس يې کمول او زیاتول  تر څو په هيواد کې د پیسو مطلوب حالت رامنځته شي . د پورتنیو کړنو با وجود که څوک بیا هم په خپلو معاملاتو کې له افغانیو کار نه اخلي د قانون له مخې دې ورته د جرم اندازه وټاکل شي او باید مجازات شي او هغه سوداګر چې په ختیځو ولایتونو کې دا ادعا لري چې موږ له پاکستان څخه توکي واردوو موږ ته په مناسب قیمت ترلاسه کوو نو  حکومت باید هغه توکي لومړی په هيواد کې تولید کړي او که امکان نه وي نو له نورو هيوادونو د وارد کړي چې له یوې خوا زموږ په پاکستان تکیه کمه شي له بلې خوا د کالدارو د چلښت مخنیوی وشي .یوه خبره د یادونې وړ ده چې په دی وروستیو کې په هيواد کې د افغانستان بانک له خوا یو شمیر افغانۍ نا چلا اعلان شوي زما وړاندیز دا دی چې دا پیسې تر ډيره بریده راټولې شوي دي د دې لپاره چې  خلک بهرنیو اسعارو ته مخه نه کړي نو د افغانستان بانک د یو اعلان له مخې ټولې پیسې سمې اعلان کړي وخت په وخت دی دا مندرسې را ټولې بیرته دی نه نشروي له منځه د یوسي .
 
نو ټ : دا لیکنه په مینې مجلې کې هم چاپ شوی ده .
درنښت
محمد داود نیازی