قدم وهلو فایده

هغه خلک چې ډير وخت یې په دفترونو یا نورو داسې کارونو تېریږي چې ډیر فزیکي کار نه کوې، د دوی لپاره قدم وهل یو له غوره ورزشونو څخه دی او که غواړې له خپلې روغتیا سره مرسته وکړې نو قدم وهلو ( پلي ګرځیدو) ته خامخا وخت جلا کړي.
پلي ګرځیدل ډيرې ګټې لري، څو یې درسره په لاندې توګه شریکوو.
۱ –  ستاسو د اندام تناسب برابروي
۲ – له سټریس مو خلاصوي
۳ – له ښه خوب سره مرسته کوي
۴ – د فکر کولو ځواک درکوي
۵ – پلي ګرځیدل مو سمسوروي
۶ – ستاسو د تصور ځواک پیاوړی کوي
۷ – پر ځان اعتماد مو زیاتوي