سپورټ د بدن لپاره ډیره فایده لری

په دې به پوهیږئ چې تمرین د بدن لپاره مهم دی، خو ایا له دې خبر شوي یاست چې د بدن د نورو برخو په نسبت ورزش د مخ لپاره خورا زیات مهم او ګټور دی؟
د روغتیا نړیوال سازمان (WorldWideHealth.com) په وېنا؛ تمرین کول د مخ د جراحۍ یا عملیات کولو په شان د مخ د پوستکي رنګ په تازه کیدو، له مخه د تورو لیکو د له لمنځه تلو او د مخ په بشپړه مُسکا کې اغیزناک او ګټور ثابتیدای شي.
نو ددې لپاره دا لاندې تمرینونه ترسره کړئ:
۱- د خپلې خولې کونجونه مو په افقي یا اړخیزه توګه بغلونو ته کش کړئ، بیا خپلې شونډې سره تر لسو سیکنډو یا ثانیو لپاره جوښتې یا جوړه وساتئ.
۲- د اړخونو کشوالي ته لږه نوره پراختیا یعنې ډیرې کش کړئ، څو د غاښونو څنډې معمولي څرګندې شي، دا هم د لسو سانیو لپاره وکړئ.
۳- په زیاته اندازه د شونډو بغلونه کش کړئ او نیمايي غاښونه مو څرګند کړئ، د لسو سیکنډو لپاره دا وکړئ.
مسکا د لیکو پاکوونکې
د تمرین په وسیله کولی شئ چې د خپلې خولې چارچاپیره لیکې پاکې کړې، ځوان ښکاره شې او طبعي ځلانده څیره ولرې.