د آرین خان نوی فلم بازار ته راغلۍ

د ارین خان نوم به مو اورېدلی وي، نور به هم یې درته اسانه کړو، د سرتېري فلم خو به مو لیدلی وي، که ځواب مو هو وي، په همدې فلم کې د مرکزي رول لوبوونکی ارین خان دی.
ارین خان د ننګرهار اوسېدونکی دی، خو ډېر عمر یې په مسافرۍ کې تېر کړی، اوس ډېر دلته په کابل او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې اوسي.
له ډېرو به یې تېر شو، تازه خبر دا دی چې ارین خان د “ګل یې‌ جانه” په نوم یو پښتو فلم جوړ کړی چې نږدې یو کال یې پرې زحمت ایستی دی.
ارین خان وايي، فلم به یې ډېر ژر د هېواد په ګوټ ګوټ کې نندارې ته وړاندې شي او په هغو ولایتونو کې چې سېنماګانې نه شته، د ځانګړو غونډو له لارې به یې خلک وګوري.
ارین خان وايي، د دې فلم ټول حقوق له لوی اختر څخه څو ورځې وړاندې یو افغان سوداګر اخیستي او نور به دا یو بشپړ افغاني فلم وي.