ماریا شرپووا : له ګراند سلام لوبو څخه بریالۍ ستنه شوه

د ټینس لوبې نامتو لوبغاړې ماریا شرپووا له ګراند سلام لوبو څخه بریالۍ ستنه شوه.
شرپووا له(۱۵) میاشتې بندیز ورورسته په ګرانډ سلام لوبو کې د نړۍ دوهم نمبرلرونکۍ ټینس لوبغاړې سیمونا هلیپ ته په ۶،۴،۴،۶،۶،۳ ماتې ورکړه.
همداشان په ماتې سره رومانیایۍ لوبغاړې سایمونا هیلپ د سږ کال په وروستي ( ګرانډ سلم) ټورنمنټ کې له مخکې تګ بی برخې شوه چې د شرپووا په وړاندې یې سر په سر (۷)مه ماته وه.
ماریاشرپووا اسمهال د ټینس په نړیواله درجه بندۍ کې (۱۴۶) ځای لري.