غواړئ ډېر عمر وکړئ؟

په ژوند کې څو کوچني بدلونونه کولی شي ستاسو د عمر د زیاتوالي لامل شي. وروستیو څېړنو ښودلې ده چې ځیني بد عادتونه لکه سګرېټ څکول، ورزش نه کول او په کافي ډول د مېوو او سبزیو نه کارول د دې لامل ګرځي چې مرګ مو ژر مېلمه شي او یا هم په کم عمر کې د زړو کسانو څېره خپله کړئ.
چې څنګه کولی شو له وخته مخکې د زړښت مخه ونیولای شو او ځوان پاتې شو نو په دی څو طریقو کولی شی څه ځوان پاتې شی
۱-په خوراک کې افراط مه کوئ
۲-تلوېزیون ته ډېر مه ګورئ
۳- لمر ته د دېر وخت لپاره مه کېنئ
۴ـ له یوازېتوبه ځان وژغورئ
۵- مېوه او سبزي وخورئ
۶- ورزش وکړئ
۷- سګرېټ مه څکوئ