نن يوه عجيبه ډاکټره وپېژنئه

زموږ ډاکټران خو چې فشار هم ګوري، دومره خراب نه وي، لکه څومره یې چې د هغوی خبرې او سپکې سپورې در خرابوي.
خو په چین کې بیا یوه ډاکټره د انسانیت بېلګه ګرځېدلې.
بايي شوفانګ د چین په کلتوري او تاریخي جامو کې روغتون ته ځي او هلته د ناروغانو د خوښي له‌ پاره، ان ځان سینګاروي چې هغوی ورسره د خپل زړه خبرې شریکې کړي.
ډاکټره شوفانګ وايي، دا کار یوازې د خپلو ناروغانو د خوښۍ له‌پاره کوي او لوی هدف یې همدا دی چې د هغوی فکر بدل شي. 
اوس دا داکټره په چین کې سمه مشهوره شوې، تر دې چې سیلفي اخیستل ورسره دود شوی دی