
راني مکهرجي چې د خپلو ښکلو سترګو له برکته یې پر بالیووډ کلونه راج وچلاوه، اوس د هند له قوانینو څخه په سرغړونې تورنه شوې او محکمې یې د احضار له پاره جلب استولی دی.
پر هغې تور دی چې د هندوستان په پوش سیمه کې یې داسې ودانۍ جوړې کړې چې له قوانینو سره سر نه خوري او دا کار یې په خپل سر کړی.
که څه هم راني په ۲۰۱۴ مېلادي کې په دې سیمه کې د یوې ودانۍ د رغولو امر اخیستی و، خو اوس پرې تور دی چې د حکومت د نقشې خلاف او له ښاروالي سره له مشورو پرته یې ودانۍ رغولې. دا چې محکمه به د راني پر وړاندې څه پرېکړه وکړي، لا مالومه نه ده