ترکیې ایران او روسيې د سوریې په امن سیمو کې د څارونکو ځای پر ځای کولو موافقه کړې

ترکیې،ایران او روسیې موافقه کړې چې د سوريې په هغو سیمو کې چې جګړه پای ته رسېدلې څارونکي ځای پر ځای کړي. هغه پلان چې یادو هېوادونو جوړ کړی یوه برخه یې داده چې په یادو سیمو کې به څلور زونونه جوړ شي. له بلې خوا مخالفینو ویلي چې دغه پلان په غیر مستقیم ډول د سوريې د ویشلو لپاره جوړ شوی دی.
د یادونې وړ ده چې په زونونو کې د دمشق ختیځه غوطه، شمالي سیمې، ادلب، حمص، حلب او حما ولایتونه شامل دي. دوی ویلي چې پلان د اړتیا په صورت کې تمدید کېدای هم شي. ددغه پلان سره سم به له هر هېواد څخه پنځه سوه څارونکي سوریې ته ولېږل شي چې روسان به د پوځي پوليسو په توګه خپل ماموریت پر مخ وړي.
له بلې خوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت خبر پاڼه د استانې له غونډې وروسته وايي چې د څلورو هېوادونو څارونکي به په امن سیمو کې د تلاشۍ او څارنې لپاره ځای پر ځای شي.