
ددې انځور تر شا یوه دردونکې فلسفه ده. دلته دا دوه موټر سره نه دي جنګېدلي، بلکې دلته یوه لویه کورنۍ له منځه لاړه. هغوی، چې ژوند یې نسبي ستړی و. تل یې خپلولي پالله. دا موټر ښايي دا ځل به هم په کوم مقصد له کوره راوتلی وي، خو کورته بیرته ستنده یې کورنۍ ته ګټه نه کوله.
کله، چې دې انځور ته ګورم؛ په کې زه د ډيرو انسانانو زړونه وینم. له پېښې پورې تړلو هر څه له لاسه ورکړه. دلته یې ژوند وبایله، خو اولادونو ته یې هم ژوند نیمګری پرېښود. کوچنیان ـ کوچنیان اولادونه به، خدای خبر چې څنګه د ژوند څپې مخته یوسي.
د نورو چې نیک صالح اولاد وي، خو مور و پلار یې روزلي وي مګر د دوی اولادونه خو له لومړي سره هيلو سره مخ شول. هغه د ژوند مینه پرېږده، چې اولادونه یې له مور و پلاره غواړي، دلته اولادونه د مور او پلار له نازه او خبرو نور بې غمه شو.
د مرګ شېبه یې زه نه شم لیکلی او د اولادونو د خبریدو صحنه یې هم زه نه شم انځورولی. خدای خبر، هغوی به څومره ژړلي وي. هغو ماشومانو به څومره د مور او پلاره نارې وهلي، مګر ښايي دوی ورته هېڅ د وروستي ځل لپاره، غږ نه وي کړی.
هغوی که یو ځل اولادونو ته ویلي هم وی، نو فکر کوم دومره به یې اولادونه خفه شوي نه وی؛ لکه اوس چې ناڅاپي یې له مرګونو خبریږي.
په کور کې د غبرګو مرګونو موده تیره شوه. یوه ورځ یې ماشوم زوی د هغې کوټې ور پرانیست، چې مور و پلار به یې په کې تل کېناستل. هغه به هره ورځ هغوی په خپلو ځایونو کې لیدل. نن یې هلته مور نه وه، پلار نه و. هلک چغې کړې:
ــ خدایه! زه هېڅ نه وینم.
په کور کې دده په غېږ کې نیولو څوک پاتې نه و. هغه چې و، خو د مور غوندې مینه یې نه شو ورکولی.
د مرګونو یې اروا ښاده!
کورنۍ او اولادونو ته یې صبر.
۱۳۹۶هـ ش، وږي ۲۴مه