
خوب مې ليده چې دخپل کور په برڼده کې ناست وم .ناڅاپه مې په ده سترګې ولګېدې چې زموږدکورخواته راروان دی .دلونګۍ جګه شمله يې له ليرې ښکاري هماغه سپين کالي تت پولادي رنګه واسکټ تسپې په ﻻس روښانه څېره ... ... هغه خوپه رښتياشېردی ! اووه خدايه ،شېرخومړشوی وهغه يې وژلی ودانوڅه پېښه ده ؟ ايازه خوب وينم ؟ نه هغه دی راروان دی زه بايددستړي مشي دپاره مخې ته وروځم . په بيړه له کوره ووتم . که ګورم هغه په بې پروايي زموږدکورله مخې تېر شو. ماغږورباندې وکړ : _ وکيل صاحب ... ... هغه مخ راوانه ړاوه ،په خپله مخه روان و. کله چې مې ځان ورورساوه دده په اوږه مې ﻻس کېښودپه ډېره مينه مې غېږ ترې تاوکړه له سترګې مې اوښکې بهېدې . ده په نه زړۀ له ماسره روغبړ وکړ. په عذراوزارۍ مې کورته راوست . ده راته وويل : _ څوکاله کيږي چې زه مړ شوی يم .ماته يې وحشيانه شکنجې راکړې اوپه وهلووهلوکې زمادشاپوستکی له منځه وﻻړ. په اخرکې يې هم ووژلم . دا دی نژدې لس کاله کيږي ، چې زه بلې دنياته تللی يم خوته ناځوان يووارهم زماقبرته رانه غلې . ماخپل ځان ته په نفرت وکتل اوده ته مې اعتراف وکړ : _ رښتياډيردافسوس ځای دی . زه ډيرملامت يم خپل ځان ته اريان يم ... ... ****** په دې وخت کې له خوبه راويښ شوم . نيت مې وکړچې ترهرڅه مخکې دده زيارت ته ورشم اودګلوګېډۍ ورباندې کېږدم . يوه شيبه وروسته متوجه شوم چې هغه خوقبرنه لري ! نودګېلې په توګه مې وويل : _ شېره ،تاچې قبرنه درلودنوزه دې ولې په خوب کې وځورولم ؟!