ډوډۍ پر ځای برېښنا خوري

تاسې به ډېر کسان ليدلي وي، د ځينو په اړه به مو اورېدلي وي چې د برېښنا لوڅ تار ته يې لاس وروړی وي او ټک له ټکه مړ شوی وي، خو راځئ نن داسې سړي په اړه ولولئ چې د ډوډۍ پر ځای برېښنا خوري.
دغه کس نرېش کمار نومېږي او د هند په مظفر نګر سيمه کې اوسي.
دی وايي، يوه ورځ په څه شي بوخت و چې ناڅاپه يې لاس د برېښنا له لوڅ مزي سره ولګېده، خو چې ويې کتل، هيڅ يې ورباندې و نه کړل.
کمار وايي، وروسته يې فکر شو چې برېښنا يې نه نيسي؛ نو يې همدې ته کار ووايه او تر هغه وروسته هره ورځ د برېښنا لوڅ تارونه په لاس کې اړوي.
نرېش وړاندې وايي، اوس حتا د ډوډۍ پر ځای هم برېښنا خوري، هغه داسې چې کله وږی شي او په کور کې خواړه نه وي؛ نو د برق لوڅ تار په خوله کې ونيسي، نيم ساعت وروسته هم موړ وي، هم يې بدن بشپړه انرژي اخيستې وي.
د ده مېرمن وايي، خاوند د کور ټول تارونه لوڅ کړي دي، سويچونه يې ايستلي او دا اندېښنه نه لري چې هسې نه کله برېښنا د دوی ماشومان ونيسي