
د هندي سېنما پاچا شاهرخ خان چې په یوازې ځان یې د هندي سېنما په پرده داسې فلمونه نندارې ته وړاندې کړل چې ټول هند یې ګوته په خوله کړ، اوس یې لور بالیووډ ته د راتګ په حال کې ده.
سهانا خان چې له وړاندې یې هم په دې برخه کې خپلې تیارۍ پیل کړې وې، تازه د لانچګروه یا کرن جوهر په دفتر کې څو ویډیوګانې جوړې کړې دي.
خپله شاهرخ خان وايي، لومړیتوب یې د اولادونو د زدهکړې دی او له هغه وروسته یې بیا خوښه چې څه یې کول، مخ یې خلاص دی.
کرن جوهر چې د فلمونو په جادوګر مشهور دی، له راني مکهرجي، کرینه کپور، عالیهبټ او سارهعلي خان په څېر ستورو سره مرسته کړې چې نن يې په بالیووډ کې ځای کې پیدا کړی