بشپړه سیالۍ او د پرايټو موثریت
Pefect Competition and Paretos Optimality
: په پورتنۍ برخه کې مو د پرايټو درې شرطونه وړاندې کړل اوس راځو دا درې شرایط په بشپړ سیالۍ لرونکي بازار کې څیړو چې دلته سمون خوري او که نه؟
په تبادله کې ګټورتوب او بشپړه سیالۍ: لکه څرنګه مو چې وړاندې ذکر کړه، چې د مصرفونکو ترمنځ د توکو معیار ویش هغه وخت صورت نیسي چې د دواړو مصرفونکو لپاره د دواړو توکو د نرخ له وروستنۍ تبدیلي سره برابر وي MRSxyA=MRSxyB ګورو چې د توکو معیاري ویش په بشپړه سیالۍ لرونکي بازار کې څه ډول تر سره کېږي ځکه د بشپړ سیالۍ لرونکي په بازار کې د توکو بیه سره برابره وي .او په صنعت کې ټولې کمپنۍ یو شان قیمت مصرفونکو ته وړاندې کوي . او ټول مصرفونکو ته مساوات وي چیرته چې د دواوړ مصرفونکو لپاره د دواړو توکو د تبادلې نرخ او د دواړو توکوقیمت تناسب په خپلو کې برابر وي نو د تبادلې نرخ د قیمتو تناسب برابر وي نو په تبادله کې ګټورتوب او بشپړ سیالۍ روښانوي چې کولی شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو په لاندې ګراف کې لیدل کیږي چې د لګښت له نظره په اقتصاد کې تعادل د T په نقطه کې دی د T پر نقطه د قیمتونو تناسب AA کرښه څرګنديږي RR د سکون امکانې کرښه څرګندوي چې ددو مصرفونکو د بېلابېلو بې توپیره کرښې د وصل شویو ټکو څخه لاسته راغلی دی. لکه څرنګه چې د دواړو مصرفونکی A او B ،MRS سره برابر دی نو له دې څخه معلومیږي چې بشپړه سیالۍ لرونکي بازار کې د پرايټو د مصرف معیار پيدا کېږي .MRSxy A = MRSxy B = px/py
په تولید کې معیاري ګټورتوب او بشپړې سیالۍ لرونکی بازار: لکه څرنګه چې مخکې مو هم وویل چې د متشبثینو ترمنځ د تولید د عواملو معیاري ویش هغه وخت صورت نیسي چې د دواړو متشبثینو لپاره د MRTSlkA=MRTSlkB سره برابر وي اوس ګورو چې بشپړې سیالۍ لرونکي بازار کې څه ډول صورت نیسي پوهان وايي چې دا بڼه د بشپړې سیالي په بازار کې هم صورت نیسي. ځکه بشپړې سیالي په بازار کې د تولید عواملو قیمت یو شان وي او په صنعت کې ټول ته یو شان قیمت ټاکل کېږي ځکه د ټولو متشبثینو توازن سره برابر وي.
-
په تبادله او تولید کې معیاری: د پرايټو له آنده د هوساينې لپاره اړینه ده چې په تبادله او تولید کې ګټورتوب موجود وي او دا هغه وخت امکان لري چې :MRTPxy=MRSxy A =MRSxyB
د دې بحث پایله دا ده چې د پرايټو د هوساینې درې واړه شرایط د مکمل بازار سیالۍ سره سمون خوري، خو په حقیقت کې اوس په نړۍ کې هېڅ د بشپړ سیالۍ بازار شتون نه لري او نه هم د ازاد بازار اقتصادي نظام د لاندې توکو د شتون په صورت کې د پرايټو او بشپړ بازار سیالی بر قرار نشي کیدای چې اوس يې موږ په لاندې ډول تر څېړنې لاندې نیسو...
د انحصار شتون: انحصار او پریټو: په عملي ژوند کې د پرایتو د تولید معیاري ویش هغه وخت کې اهیمت پیدا کوي چې انحصار شتون ولري. د انحصار په وخت کې يوه کمپنۍ په لږو وسایلو ډېر او ښه تولید تر سره کوي. په همدې ډول د لویو کمپینو ppc بهر ته لیږدول کېږي او وړې کمپنۍ يې پريږدي. خو لږ يې نور هم وڅيړو د کمپنیۍ نه ویش او ډېره ګټه، کمپنۍ ډېره ځوکمنوي، او دومره قوي کېږي چې چې څوک ورسره مقابله نشي کولی، په بازار کې قیمت په خپله ټاکي چې په پایله کې انحصار په ټول بازار کېږي چې ورسره مصرفونکي ډېر اغېزمن کېږي، بیکاري هم رامنځته کېږي او کارګر استحصال کېږي.
په اجورو کې توپیر: د پرايټو او بشپړې سیالي په بازار پر وخت موږ دا فرض کړي وو، چې په ټول اقتصاد کې سود او اجوره يو ډول دي مګر دا مفروضه هم په عملي ژوند کې اهیمت نه لري.
کله چې موږ د کمپینو تر منځ د اجورې تر منځ توپیر وینو نو هغه ته کاروبار په اړه د معلومات نه وي، په سیمه او نسل کې توپیر ،عمر، تجربې، علم او د نورو په وسیله توپیر دی د اجورو تر منځ توپیر يوازې د پرايټو نظریه نه ده زیامنه، بلکې لګښت او تولید هم ورسره اغېزمن کېږي.
د پرايټو ګټور توب لپاره مهمه ده یا دا شرط چې هغه کې د دوو توکو د نهایي ليږدونه د تعویض له وروستني نرخ سره برابر وي. په انحصار کې خصوصي ګټه په پام کې نیول کېږي ټوله یيزې هوساینې ته دومره پاملرنه نه کېږي. په انحصار کې د تولید قیمت د تولید له وروستني لګښت سره برابر نه وي. د ساري په توګه دوه توکي شتون لري x او y . x له د انحصار کې تولیديږي او y په بشپړې سیالي په بازار تر چتر لاندې توليديږي. x>mc او y= mc کولی شو په لاندې ډول دا معادله ولیکو...
MCx/MCy<Px/Py لکه څرنګه چې پوهيږو MCx/MCy=MRPTxy . MRPTxy<Px/Py او په مکمل سیالۍ بازار کې MRSxy=Px/Py نو ځکه MRPTxy<MRSxy.
بهرنۍ اقتصادي اغېزې Externalities: د پرايټو او د بشپړې سیالي د بازار پر اساس مصرفونکو تر لاسه شوې ګته او متشبث شوي لګښتونه په بازار کې دود قیمت پر بنا وي همدارنګه په انفرادي او ټولنيزه ګټه کې توپیر نه وي. نو بهرنۍ اغېزې هغه وخت پید اکېږي چې یو مصرفونکی بل مصرفونکی د تعامل افادې څخه په مخامخ ډول له داخلیدو منع نشي کړای. د ساري په توګه د لمر له رڼا څخه یو مصرفونکی نشي کولی چې دا بل ته وايي چې ته ترې ګټه مه اخله. بهرنۍ اقتصادي اغېزې په دوه ډوله دي بهرني مثبتې اغېز او بهرنۍ منفي اغېزې:
کله چې یو اقتصادي يونټ د نورو لپاره ګټه رامنځته کړي له دې پرته چې بدله ترې واخلي نو دې ته بهرنۍ مثبتې اغېزې وايي. او کله چې يو اقتصادي یونټ نورو ته زیان ورسوي چې تادیې ته اړتیا نه وي نو دې ته بهرنۍ منفي اغېزې وايي. د بهرنیو مثبتو اغېزو په وخت کې شخصي لګښتونه له ټوله یيزو لګښتونو څخه ډېر وي خو په بهرنيو منفي اغېزو کې ټولنیز لګښتونه له خصوصي لګښتونو څخه ډېر وي.
عامه توکي Public Goods : د پرايټو او بشپړې سیالي په بازار د بحث په سلسله کې چې کوم توکي دي دوه ځانکړتیاوې لري.
لومړی: هغه توکي چې ټول خلک ترې يو شان ګټه پوره کوي یا سیالۍ په کې شتون ونه لري لري لکه: د کوڅې څراغونه. دويم دا هغه توکي چې څوک ترې نشي منع کیدای يانې د ټول هېواد وګړي تر ګټه اخیستلای شي لکه دولتي ښونځي، روغتیايي مرکزونه، سړکونه او نور.
بهرنۍ اغېزې سیالۍ لرونکي او بې سیالۍ دي د ساري په توګه کله چې یو شخص له خرابې هوا څخه اغېزمن کېږي نو بل شخص ته یې زیان نه وي بهرنۍ اغېزې له لګښت او تولید دواړو سره اړیکه لري.
په تولید کې د ټولنې اغېزې: کله چې کمپنۍ توکي تولید کړي نو يو شمېر بې کاره مواد په سمندر او نور ځایونو کې غورزوي چې ورسره ټولنې ته زیان رسيږي د ساري په توګه: که کیمياوي توکي تولید کې خلکو ته زیان دی په همدې ډول کله چې په يو ځای کې صنعتي پارک جوړيږي هلته بیروبار جوړيږي خلکو ته ستونزې پیدا کېږي،ځینې وخت هواخرابيږي انسانانو روغتیا ته هم زیان اړوي . په يوه ټولنه کې د کمپینو جوړښت کارګرو ته تقاضا لوړوي چې ورسره اجوره هم لوړيږي نو له پورتنيو په تولید اغېزې په ټولنه هم مثبتې دي او هم منفي. چې دې ته بهرنۍ اغېزې وايي.
په لګښت بهرنۍ اغېزې: په ټوله یيز ډول داسې فرضيږي، چې کله چې یو مصرفونکی د تسکین حالت ته رسيږي بل ترې نه اغېزمن کېږي خو د ژوند په حقیقت کې داسې نه دی، د ساري په توګه کله چې يو انسان په خپل کور کې په لوړ آواز میوزيک اوري نو ګاونډی ترې اغېزمن کېږي، په همدې ډول کله چې ګاونډۍ یا ستا سیال تر تا ښه شی اخلي نو ستا د زوړ شي ارزښت ورسره کميږي. چې دا ټولې بهرنۍ اغېزې دي خو دا غیزې ټولې منفي نه دي مثبتې هم شته لکه ستا د ګاونډي د ګلو باغ چې ورسره ستا کور هم ښکلی ښکاري. نو په مثبت حالت کې مالک نور خلک له دې ملکیت څخه جلا کولی نشي یا د کارونې څخه څوک منع کولی نشي.
پیګو مالیهPigouvian Tax : پیګو هغه لومړنی اقتصاد پوه و چې د بهرنیو اغېزو له کبله د بازار د ناکامیدو شننه وکړه، د هغه پر وینا د ذاتي ماليې يو داسې نظام رامنځته کول چې هغه څوک چې له بهره اغېزمن کېږي هغوی ته د اغېزې زیان ورکړي او دا زیان باید هغه څوک ورکړي چې دا غیزې رامنځته کوي په دې سره هغه توکي چې هوا خرابوي قیمت لوړ شي مقدار به يې ټیټ شي او هوا به لږ خرابوي. خو په عملي ژوند کې د پیګو نظریه عملي کول ستونزمنه ده ځکه د ککړتيا اندازه معلومه نه ده چې څومره او پر خلکو څومره مالیه وضع شي.
د ککړتيا حقوق: دا يو اقتصادي وړانديز دی چې له مخې يې هغه خلک چې چاپیریال ککړوي له بازاري پلوه د ککړتيا حقوق لري او د لیسانس په بڼه په بازار کې پلورل کېږي هر هغه څوک یې چې واخلي حقوق هغه ته ليږدول کېږي چې په څومره وخت کې په کوم مقدار مصرفولی شي او د ونډې په څير د عرضې او تقاضا له مخې اخیستل او خرڅول کېږي.
بیا ګټه پورته کول Recycling : د ککړتيا د مخنيوي لپاره د بیرته جوړولو لار هم ده چې له بیکاره موادو بیرته ګټه پورته کوي لکه له زړو اوسپنو، پلاستیکونه او نور... خو يوه خبره د يادونې وړه ده چې د دې ډول کړنو لګښتونه هم د حکومت لپاره او هم د کمپنیو لپاره ډېر وي.
د کالدر ـ هکس د ورکړې نظریه: د کالدر او هکس په وینا کله چې په اقتصادي چارو کې بدلون راشي یو شمېر خلکو ته ګټه او یو شمېرو ته زیان رسيږي نو له ګټه اخیستونکو څخه باید وپوښتل شي چې ددې بدلون په پایله کې څومره پیسو د ورکړې لپاره تیار دي په همدې ډول هغوی چې زیان کړی له هغوی وپوښتې، چې څومره پیسې درکړي چې له دې زیانه څخه خلاص شی که چیرته ګټمن ډېر پيسې زیانمن شوو ته ورکړي نو په ټولنه کې هوساینه رامنځته کېږي ځکه هغه پیسې چې ګټمنو خلکو ګټلي او هغه پيسې چې زیانمنو ته ورکړي اضافه يې د دوی ګټه ده. د کالدر او هکس تیوري پر دې ولاړه ده چې ټولو خلکو لپاره د پیسو ارزښت يو شان وي خو په حقیقي نړۍ کې دا شتون نه لري.
برجن سن نظریه: برج سن په اند د دې خبرې معلول ډېر سخت دي چې له بدلون وروسته چا ته څومره ګته رسیدلې او چاته څومره زیان نو ځکه باید د ارزښت قضاوت له طریقې کار واخیستل شي چې د ټولنې د هوساینې اندازه لپاره تعامل کوي چې حکومت ورته خلک ،مدني ټولنه او یا مذهبي خلک کوي کولی شي.
د نامعلوم حالت اقتصاد: په اقتصاد کې مو چې تر اوسه څومره نظريې ،اقتصادي کړنې، پریکړې، د اقتصاد پوهانو نظريې او نیوکې وکړي دا ټولې په يو داسې وخت کې تر سره شول یا داسې وخت کې واقع شوي چې حالت سم ول یانې د پریکړو پر وخت د هیڅ ډول ګواښ شتون نه درلوده. خو په اوسنۍ نړۍ کې خطر ډېر مهم عنصر په توګه ګڼل کېږي نو که موږ د اقتصادي پریکړو سره د خطراتو حالت هم داخل کړو چې اقتصادي کړنې او پریکړې په کې کېږي، دېته نه نامعلوم اقتصادي حالت وايي یا د ګواښونو اقتصاد وايي. د نامعلوم اقتصادي حالت په وخت کې یا د خطر په وخت کې چې کومې اقتصادي پریکړې کېږي نو دې ته د نامعلوم حالت اقتصاد وايي.
اخځليکونه
برښنايي ماخذونه
پردۍ پشمینه ډکه له پيغوره
درنښت
محمد داود نیازی
کابل،احمد شاه بابا مېنه