ځاځي میدان، د امن او ښکلا ټاټوبی

د خوست ځاځي میدان ولسوالي د امن او ثبات له نظره په ټول هیواد کې نوم لري. د بشپړ امنیت تر څنګ دا سیمه طبعي ښکلا هم لري؛ شنې غونډۍ، ښکلې درې، روانې او خوږې اوبه، د زیتونو ځنګلونه، ښایسته او مناسبه هوا او ځانګړی جغرافیه یي جوړښت، هغه څه دي چې ځاځي میدان ته یې ځانګړی رنګ ورکړی دی او ګڼ شمېر هېوادوال یې کله کله لیدو ته هم ورځي.
ځاځي میدان د خوست له مرکز څخه شاوخوا ۴۵ کیلو متره لرې د دې ولایت په شمال کې پرته ولسوالي ده چې په ختیځ او شمال ختیځه برخه کې له کرم اېجنسۍ سره تقریباً ۶۰ کیلو متره ګډه پوله لري، په لوېدیځه برخه کې د پکتیا د ډنډې پټان او جاني خېلو له وسلوالیو سره نښتې ده او سهیل ته یې باک ولسوالي پرته ده.
دا ولسوالي په غرونو پوښلې ولسوالي ده چې د زیتونو، څېړیو او نورو ډول ډول ونو ځنګلونه لري. د غرونو او دښتو زیاته برخه یې په مزرو(یو ډول نبات دی) پوښل شوې ده. د ځاځي میدان ولسوالۍ د غرونو او غونډیو جوړښتونه، ښکلو درو، د روانو اوبو سیندونه، ښکلې هوا او بشپړ امن د دې ولسوالۍ هغه ځانګړتیاوې دي چې د ګڼ شمېر هېوادوالو پام یې ځان ته را اړولی او د چکر لپاره ورته راځي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د لویې پکتیا، لوی کندهار او ختيځو ولایتونو بې شمېره افغانان ورته راغلل او په ډاډمنه فضا کې یې د دې ولسوالۍ له هوا، اوبو، درو، غرونو او منځرو څخه خوند واخیست.
افغانستان ټول ښکلی دی او هر ولایت او سیمه یې ځانګړی خوند لري، خو له بده مرغه د هېواد په ډېر شمېر سیمو کې تر ټولو لویه ستونزه نا امني ده چې د هېوادوالو په ګډون بهرني سیلانیان هم ورته د راتلو زړه نه ښه کوي، خو له نېکه مرغه چې په ځاځي میدان کې دا ستونزه نشته او هر مهال خلک په ډاډه زړه ورته راتلی شي او له ښکلاګانو یې خوند اخیستلی شي.
سره له دې چې د دې ولسوالۍ شاوخوا نورې ولسوالۍ نا امنه دي، خو د ځاځي میدان مېشتو خلکو په خپله مېړانه او احساس د دې ولسوالۍ امن په خپله خوندي کړی او هېچا ته یې د دې اجازه نه ده ورکړې چې په دې ولسوالۍ کې نا امني جوړه کړي. غواړم د ځاځي میدان ولسوالۍ د امن راز د هېوادوالو مخې ته کېږدم.
۱. په ځاځي میدان کې ولسي حکومتولي فعاله ده؛ په دې مانا چې د دې ولسوالۍ خلکو هغه قومي او سیمه ییز جوړښتونه چې له پخوا په لویه پکتیا کې وو، نه یوازې ساتلي، بلکې نور یې هم پیاوړي کړي دي چې د دې ولسوالۍ د خلکو په یووالي، امن او ټولنیزو مرستو کې یې اغېزناک رول لوبولی دی چې ځینې یې دا دي:
په ځاځي میدان ولسوالۍ کې څلور لوی قومونه؛ (زڼي خېل، مغل خېل، داڼي او الګډوال) ژوند کوي چې هر قوم بیا په لسو برخو وېشل شوی دی او په هره برخه کې یې شاوخوا سل کورنۍ ځای لري او دا برخې بیا په لویو او کوچنیو ډلو وېشل شوي دي.
په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ځمکو وېش ، قومي شوراګانې، قومي اربکي او نور ټول د ګټې او زیان مسایل د همدې قومي وېش پر بنسټ رامنځته او د همدې جوړښتونو په پام کې نیولو سره د ولسوالۍ په هره برخه کې پرېکړې کېږي چې د ولسوالۍ ټولو اوسېدونکو ته د منلو دي او هېڅوک ترې سرغړونه نه شي کولای.
دغه راز دا ولسوالي ولسي ـ امنیتي تشکیلات (اربکي) لري چې په لاندې ډول رامنځته شوي دي:
د ځاځي میدان د څلورو سترو قومونو له ډلې هر یو یې یو نظامي مشر لري چې د اربکیو امیر ورته ویل کېږي چې د اړوندو کورنیو په خوښه ټاکل کېږي. کله چې په دې ولسوالۍ کې کومه مهمه پېښه رامنځته شي او یا هم د هېواد په کچه مهمه موضوع وي؛ لکه: د ټاکنو ترسره کېدل، په سیمه ییزه کچه، قومي ستونزې پیښې شي، د ځنګلونو نا قانونه وهل پیل شي او یا هم دې ته ورته مهمه موضوع وي چې نظامي ځواک ته پکې اړتیا وي؛ نو عمومي قومي شورا د اربکیو مشران را غواړي او د ستونزو د حل په اړه ګډ تصمیمونه نیول کیږي. د همدې قومي جوړښت په تناسب د اربکیو تشکیلات رامنځته او نور ټول مربوطه مسایل یې تنظیمیږي.
د قومي تړونونو، هوکړو او پرېکړو د تطبیق په برخه کې چې د قومي مشرانو له لوري کېږي، د ناغې او جریمې په اخیستو کې هم له همدې قومي اربکیو څخه ګټه پورته کېږي.
په ځاځي میدان ولسوالۍ کې هر ونډی(ډله) یو مشر لري، چې د خپل ونډي د کورنیو د اکثریت په خوښه ټاکل کېږي او دا مشر بیا د قومي شورا غړیتوب هم لري او قومي شورا د ونډیو له همدې مشرانو او دیني عالمانو څخه جوړه شوې ده. د دې ولسوالۍ قومي شورا چې اوس رسمي شوې ده او ولسي شورا هم ورته ویل کېږي، خپل ځانګړي تشکیلات لري او له مهالوېش سره سمې غونډې کوي او د ولسوالۍ په کچه پکې د هر ډول موضوعاتو په اړه بحث او د اسلام د مبارک دین د احکامو په رڼا کې د پښتنو له دود سره سمې پرېکړې کېږي.  دغه راز دا شورا له حکومت سره هم بشپړه همغږي لري.
۲. د ځاځي میدان ټول اوسېدونکي ځاځیان دي او تر منځ یې د اختلافاتو د نه موجودیت یو علت هم همدا دی.
۳. ځاځي میدان د تاریخ په اوږدو کې باتور او مېړني مشران لرل چې د هېواد پالنې، یووالي او غیرت فرهنګ یې خپلو ولسونو ته په میراث پرې ايښی دی او اوسني مشران او ځوانان یې په ټول توان سره د هغو د عملي کېدو هڅې کوي.
۴. د ځاځي میدان ولسوالۍ ولسونه له ګاونډیو قومونو سره تړونونه لري چې له مخې یې د ډیورنډ د فرضي کرښې هاغاړه او دا غاړه ولسونه نه شي کولای خپله خاوره د یو بل پر ضد وکاروي.
۵. د ځاځي میدان ډیری ځوانان د اوسني دولت په نظامي ارګانونو کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې په دندو بوخت دي چې له همدې کبله د ځاځي میدان اوسیدونکي موجوده نظام خپل ګڼي او په ساتنه کې یې هر نوع سرښندنو ته تیار دي.
۶. د ځاځي میدان اوسېدونکي په هېواد مئین خلک دي او هېڅکله نه غواړي چې په هېواد کې داسې کار وکړي چې له کبله یې په هېواد کې د نا امنۍ او بربادۍ سبب وګرځي.
غواړم ووایم چې ځاځي میدان به یوازې د امن کور نه وي، بلکې دا ولسونه به د علم او تمدن په برخه کې هم نوم وباسي. ځاځي ځوانان له علم او تمدن سره بې کچې مینه لري چې ډېری ځوانان یې د هیواد په بیلا بیلو تعلیمي موسساتو کې په زده کړو بوخت دي. په ځاځي میدان کې شاوخوا ۴۰ ښوونځي فعاله دي چې دوه یې د نجونو لېسې دي.
په دې ولسوالۍ کې د څو څانګو لرونکې لېسه، د ښوونکو د روزنې ملاتړی مرکز، خصوصي ښوونځي او کورسونه هم د ځوانانو د زده کړې لپاره فعال دي. په تېره نیمه لسیزه کې د دې ولسواۍ سلګونه ځوانان د هېواد له بیلابیلو پوهنتونونو فارغ شوي چې په مختلفو ادارو کې په کار بوخت دي.
د ځاځي میدان د ځوانانو د یووالي ادبي او فرهنګي ټولنه په دې ولسوالۍ کې لومړنی مدني بنسټ دی چې په ۱۳۸۹ ه- ش کال کې جوړ شوی او تر اوسه یې سلګونه ځوانان د پوهنې، ادب، فرهنګ، د ملي ارزښتونو په ساتنه او د هېواد په نورو مهمو او ملي موضوعاتو کې روزلي دي.
که مرکزي حکومت دې ولسوالۍ ته پام را واړوي؛ نو ځاځي میدان د پرمختګ لپاره لازم مساعد شرایط لري. دا ولسوالي په کافي اندازه روانې اوبه او د کرکېلې لپاره پراخې ځمکې لري. دغه راز د زیتونو ګڼ ځنګلونه لري؛ که اهلي شي، نه یوازې د ځاځي میدان، بلکې د خوست او هېواد په اقتصاد کې به هم مثبت بدلون رامنځته کړي.
افغانستان د پرمختګ او اقتصادي غوړېدا لپاره بې سارې سرچینې لري. که هېوادوال د خپلې سیمې او هېواد د جوړولو او پرمختګ لپاره سره یو موټی شي او د هرې ولسوالۍ او سیمې اوسېدونکي د ځاځي میدان د ولسونو په څېر د خپلو سیمو امن ته پام وکړي او په دې برخه کې خپل مسولیت په سمه توګه ترسره کړي، هېواد به مو له اوسنیو نا امنیو، بد مرغیو، وروسته پاتې والي او د پردیو هېوادونو له لاسوهنو ژغورلی وي.
هېوادوالو! راځې یو بل ته لاس ورکړو او په دې هېواد کې په خپله امن او سوکالي راولو.